د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي، چې د ملي لوبډلې د ټېست او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته، یې تجربه کار او مخکښ لوبغاړی رحمتشاه زرمت د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکلی دی.
د کرېکټ بورډ په وینا، د نوي لوبډلمشر تر څنګ یې د ملي لوبډلې پیاوړی پیليز او ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز د نوي مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکلی دی.
د کرکټ بورډ زیاته کړې چې رحمت شاه به د ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه خپله دنده د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یو ورځنۍ لوبلړۍ څخه پیل کړي چې راتلوونکې میاشت کې ترسره کېږي.
کرېکټ بورډ ویلي، رحمت شاه، چې تر دې وړاندې یې هم په لوبډله کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلوده او لوبډلې د مشرتابه په کچه دا نوي بدلونونه او پرېکړې د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له خپلې دندې څخه تر استعفا ورکولو وروسته نیول شوي دي.
