د جوزجان امنیه قوماندانۍ مسوولان وایي، د دې ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو ځوان وژل شوی دی.
د جوزجان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، عبدالستار حلیمي، ویلي، چې دا پېښه پرون (چهارشنبه، ۳۱د چنګاښ) د شبرغان ښار اړوند «دښت بابا علي» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې وژل شوی ځوان پرویز نومېده او د خپل یوه نږدې خپلوان له لوري د چکر پر مهال د «چره یي ټوپک» په ډزو وژل شوی دی.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، د دې ځوان د وژنې په تړاو د شبرغان ښار د درېیمې حوزې د «افشارخانه» سیمې څلور کسان نیول شوي دي.
هغه د دې وژنې د لامل او انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي.
