د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت «هنګو» سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې وسلهوال برید کې ۹ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د خیبرپښتونخوا پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا برید د چهارشنبې په ورځ شوی او د پولیسو په ځوابي عملیاتو کې ۱۵ بریدګر هم وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې نښته کې یو زغرهوال موټر او څو د پولیسو موټر هم سخت زیانمن شوي دي.
د پاکستان تحریک طالبان (ټيټيپي) د دې برید مسئولیت منلی دی.
دا برید څو ورځې وروسته له هغه شوی چې د خیبرپښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته هم ورته برید ترسره شو.
په هغه برید کې بریدګرو یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي پوستې سره وجنګاوه، چې له امله یې ۱۵ کسان، د پوځ سرتېري، پولیس او دولتي کارکوونکي ووژل شول. د پاکستان پوځ ویلي وو چې په هغه پېښه کې ۱۲ بریدګر هم وژل شوي وو.
پاکستان تر دې وړاندې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د بریدونو زیاتوالی د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو حضور او فعالیتونو ته منسوب کړی؛ هغه ادعا چې د طالبانو حکومت ردوي.
په پاکستان کې د بریدونو دوام او د اسلاماباد دا ادعا چې پاکستاني وسلهوال په افغانستان کې مېشت دي، د پاکستان حکومت او د طالبانو ادارې ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوې ده. دواړه لوري تېر کال هم سره نښتې کړې وې او د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره لا هم دوام لري.
د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې پاکستاني وسلهوال په نښه کړي، خو طالبانو او ملګرو ملتونو ویلي چې د ملکي وګړو استوګنیز کورونه بمبار شوي دي.
