د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو په اړه پرېکړه «حقوقي ـ سیاسي بحث» بللی او ویلي یې دي، هر وخت چې تهران په دې اړه یوې پایلې ته ورسېږي، لازم تصمیم به ونیسي.
بقايي د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په یوه خبري غونډه کې وویل چې تهران د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې له بحث پرته، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
هغه وویل: «د رسمیت پېژندنې موضوع حقوقي ـ سیاسي بحث دی. هر وخت چې یوې پایلې ته ورسېږو، په دې اړه به لازم تصمیم ونیسو؛ خو دا موضوع باید د دې لامل نه شي چې موږ په بېلابېلو برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورنه کړو یا یې پیاوړې نه کړو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د ایران او افغانستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې ښې دي، ځکه د هغه په وینا، دواړه هېوادونه ګاونډیان، مسلمان او له ګڼو تاریخي او کلتوري ګډو ارزښتونو برخمن دي.
بقايي وویل، دواړه هېوادونه باید په خپلو تعاملاتو کې د یو بل اندېښنې په پام کې ونیسي او له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو څخه ګټه واخلي.
ایران په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې، له دې ډلې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو تر څنګ، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کاوه.
خو په ایران کې له سیاسي بدلونونو وروسته، په تهران کې اوسنیو چارواکو د افغانستان د حکومت د څرنګوالي په اړه څرګند دریځ نه دی نیولی.
تهران اوس له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په افغانستان کې یې ډیپلوماتیکې استازولۍ فعالې دي. همداراز، په ایران کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د طالبانو د حکومت د ډیپلوماتانو په واک کې دي.
سره له دې، ایران تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه نه دی په رسمیت پېژندلی.
د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګېدو شاوخوا پنځه کاله وروسته، روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې په علني ډول یې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي دي.
