په نیپال او چین کې سېلابونه؛ ۱۶۵ کسان وژل شوي او نږدې ۱۴۰۰ کسان لادرکه دي

Oplus_131072

د نیپال او د چین د تبت په پوله کې ناڅاپي سېلاب هغه مهال رامنځته شو چې د همالیا له یخچالونو څخه د یخ او ډبرو یوه لویه ډله سیند ته راولوېده. په دې پېښه کې ۱۶۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۰ نور لادرکه دي.

د نیپال او چین چارواکو په تازه شمېرو کې، چې نن پنجشنبه، د وږي ۵مه، یې وړاندې کړې، ویلي چې د لادرکه شویو کسانو په ډله کې ۷۶۰ بهرني وګړي هم شامل دي چې ډېری یې سیلانیان دي.

سېلاب دوه ورځې وړاندې د نیپال او د چین د تبت ترمنځ په غرنۍ سیمه کې رامنځته شو. په نیپال کې د راسوا او د چین په تبت کې د ګیرونګ سیمې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه لیدلي دي.

د نیپال د پولیسو ویاند ابي نارایان کافله رویټرز ته ویلي چې تر اوسه د لږ تر لږه ۱۶۲ کسانو مړینه او د ۸۲۶ کسانو لادرکه کېدل تایید شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د لادرکه شویو کسانو په منځ کې نږدې ۵۰۰ بهرني وګړي دي. د نوموړي په وینا، ۱۷۷ هندیان، ۶۳ امریکایان، ۳۴ اسټرالیایان، ۳۳ بریتانویان او ۲۵ کاناډایان لادرکه شوي دي.

په ورته وخت کې، د چین په تبت کې هم د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د تبت د ګیرونګ سیمې پولیسو ویلي چې تر نن سهاره د درې کسانو مړینه تایید شوې او ۵۵۸ کسان، چې ۲۶۰ یې بهرني وګړي دي، لادرکه دي.

د نیپال د پولیسو ویاند ابي نارایان کافله ویلي چې ښايي دغه شمېرې لا لوړې شي، ځکه د لادرکه شویو کسانو د موندلو عملیات دوام لري او تمه ده چې نور مړي هم وموندل شي.

له پنځو زرو څخه ډېرو د نیپال پوځ او پولیسو سرتېرو د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده. د ژغورنې ډلې نن ۱۲۵ کسان، چې ۲۰ یې بهرني وګړي دي، له سېلاب ځپلو سیمو څخه ژغورلي دي.

چورلکې هم خېمې، خواړه او نور بېړني مرستندویه توکي زیانمنو سیمو ته لېږدوي.

د نیپال لومړي وزیر بالېندرا شاه د وضعیت د ارزونې لپاره د نواکوت ولسوالۍ بیدور سیمې ته تللی دی.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې څېړنې ښيي چې د ۴.۴ درجې په کچه هغه زلزله چې په لومړي سر کې د پېښې احتمالي لامل بلل کېده، په حقیقت کې د یخ او یخچالي ډبرو د راپرځېدو له امله رامنځته شوې انرژي وه. دغه راپرځېدنه وروسته د لیهوند سیند کې د اوبو او خځلو د یوې سترې څپې د رامنځته کېدو لامل شوې ده.

په دې پېښه کې د بهرنیو لادرکه شویو کسانو د شمېر د لوړوالي یو لامل دا دی چې ډېری قربانیان په تبت کې د «کایلاش ماناساروار» زیارت ته تللي وو.

د همالیا د یوه ګرځندوی شرکت اجرائیوي مشر ساګر پانډې رویټرز ته ویلي چې د لادرکه شویو کسانو په منځ کې ۱۵ هندي‌ـ‌اسټرالیایان هم شامل دي.

هغه له چورلکې څخه د سیمې له لیدلو وروسته ویلي: «د انساني استوګنې هېڅ نښه نه ده پاتې؛ هر څه له منځه تللي دي.»

امریکا اعلان کړی چې د بېړنیو مرستو لپاره به ۵۰۰ زره ډالر مرسته وکړي. ملګرو ملتونو هم د زیانمنو شویو ټولنو د ملاتړ لپاره د تجهیزاتو او پرسونل د لېږلو خبر ورکړی دی. هند او یو شمېر نورو هېوادونو هم د ژغورنې او مرستې په عملیاتو کې ګډون کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته