د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو «د شرطې قانون» په افغانستان کې د اساسي ازادیو پر وړاندې د ځپنې او محدودیتونو خفه کوونکی چاپېریال لا پسې سختوي.
د یاد سازمان د جنوبي اسیا څانګې د چهارشنبې په ورځ، د وږي په ۴مه، په اېکس کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو «د شرطې قانون» په افغانستان کې پر بشري حقونو یو بل پراخ برید دی.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو نوی قانون «د عادلانه قضايي بهیر، د عادلانه محاکمې د حق، د بیان د ازادۍ، د شخصي حریم، د ماشومانو د حقونو او د پولیسو د واکونو» په برخه کې پراخې پایلې لري.
د دې قانون د ۵۰مې مادې له مخې، «د افغانستان په قلمرو کې هر ډول لاریون» منع شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د هر ډول لاریونونو بشپړ منع کول د سولهییزې غونډې او راټولېدو د ازادۍ له حق څخه «ښکاره سرغړونه» ده.
دې سازمان زیاته کړې چې دغه فرمان د دومره پراخو بندیزونو له لارې په افغانستان کې د ځپنې او پر اساسي ازادیو د سختو محدودیتونو خفه کوونکی چاپېریال لا نور هم ټینګوي.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې باید سمدستي دغه فرمان لغوه کړي او هغه کړنې پای ته ورسوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له ژمنو سره په ټکر کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان لا له وړاندې هم تورن دي چې خپل اعتراض کوونکي او مخالفان د «خپلسري نیونو او توقیفونو، شکنجې او نورو ناوړه چلندونو او جبري ورکولو» له لارې ځپي.
د ښځو د اعتراضي خوځښتونو د سړکونو د لاریونونو ځپل او د هغوی نیول هم له هغو مهمو مواردو څخه دي چې ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو په وار وار غندلي دي.
