طالبانو په کابل کې د «لاپیس» رسنیز مرکز تړلی دی. دغه مرکز د «موبی ګروپ» رسنیزې کمپنۍ تر چتر لاندې فعالیت کاوه.
د طالبانو له استخباراتو سره تړلې رسنۍ «د هندوکش غږ» د چهارشنبې شپې، د وږي په ۴مه، راپور ورکړی چې د «لاپیس» مرکز د دې لپاره تړل شوی چې محتوا یې د طالبانو له سیاستونو سره په ټکر کې وه.
«د هندوکش غږ» د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې «لاپیس رسنیز مرکز د باربد، فضا، دریا، شمس او یو شمېر نورو هنرمندانو سندرې، د نیمه لوڅو فلمونو لنډې صحنې، کنسرتونه او نورې تصویري مطالب خپرول چې لوېدیځ سبک او نظریې یې تبلیغولې.»
د دې رسنۍ سرچینو ویلي چې د «لاپیس» یو شمېر کارکوونکو او اصلي چلوونکو له هېواده وتلي او ځینې نور یې هم تر تعقیب لاندې دي.
تر اوسه «لاپیس» رسنیز مرکز او «موبی ګروپ» په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د «لاپیس» په لینکډین حساب کې راغلي چې دغه مرکز په کابل، دوبۍ، دوحه، عمان او واشنګټن ډيسي کې فعالیت لري او د جنسیتي برابرۍ، له افراطګرۍ سره د مبارزې، عامې روغتیا، اقلیم، سیاسي او مدني مشارکت، اقتصادي پراختیا، ثبات او ټولنیز یووالي په اړه د رسنیزو زدهکړو پروګرامونه او محتوا تولیدوي.
«موبی ګروپ» چې په اوو اسیایي او افریقايي هېوادونو کې فعاله رسنیزه کمپنۍ ده، د افغانستان تبعه سعد محسني یې له ونډهوالو څخه دی. دې شبکې په کابل کې څو رسنیز مرکزونه جوړ کړي، چې له ډلې یې طلوع، طلوعنیوز، لمر ټلویزیونونه، آرمان او اراکوزیا راډیوګانې، د «کابورا» دوبلاژ او رسنیزې محتوا د تولید مرکز، د «باربد» د موسیقۍ د تولید او خپرولو مرکز، «لاپیس» رسنیز مرکز او یو شمېر نور اړوند بنسټونه شامل دي.
