ننګرهار

جلال اباد ښار کې چاودنې پولیس او ملکیان ټپي کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، چاودنه نن سهار نن (دوشنبه، ۶ د غویي) شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لېسې مخې ته د پولیسو پر رینجر موټر شوې ده.

ښاغلي خان وایي، په دې چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي، خو د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

فرید خان زیاته کړه: «چاودنه د پولیسو پر رینجر موټر شوې، چې له امله یې پنځه تنه ټپیان شوي»

اخوا د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګل زاده سنګر بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یادې پېښې له ځایه څخه روغتون ته پنځه تنه ټپیان وروړل شوي چې دوه یې پولیس او درې یې ملکي وګړي دي.

سنګر زیاته کړه: «نن سهار چې کومه پېښه شوې جلال اباد ښار کې رامنځته شوې د پېښې له ځایه پنځه تنه روغتون ته راوړل شوي، چې دوه یې پولیس او درې یې ملکي وګړي دي.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.