د امریکا د مینېسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د یوه استوګنیز ودانۍ دننه د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د «اسوشیټډ پرېس» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲مه) شاوخوا د سیمهییز وخت له مخې د مازیګر په ۴:۳۰ بجو رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، امنیتي ځواکونه د بېړني تماس له ترلاسه کولو څو دقیقې وروسته ودانۍ ته ننوتل او هلته یې څو قربانیان وموندل.
اسوشیټډ پرېس د مینیاپولیس د پولیسو د چارواکو له قوله ویلي چې یو ملکي کس د پېښې په ځای کې او بل کس روغتون ته له لېږدولو وروسته مړ شوی دی. پنځه نور کسان، چې درې یې امنیتي پولیس دي، ټپیان شوي دي.
د ډزو مشکوک بریدګر، چې مخکې هم د سیمې له پولیسو سره بلد و، د ودانۍ دننه مړ شوی دی. پولیسو تر اوسه د نوموړي هویت او د مرګ علت نه دی اعلان کړی. لا څرګنده نه ده چې هغه ځان وژلی او که د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
په پېښه کې ټپي شوي پولیس د روغتیا له پلوه په ښه وضعیت کې دي او تمه ده چې روغ شي.
بلخوا، «مینېسوټا ریفارمر» رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې مشکوک بریدګر د همدې ودانۍ اوسېدونکی و او تر دې مخکې یې ګواښ کړی و چې «یو څوک به ووژني».
ځینو سیمهییزو رسنیو د مشکوک بریدګر نوم «کارلټن جانسن دویم» ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړي مخکې په همدې ودانۍ کې ژوند کاوه او د خپل اپارتمان د جبري تخلیې له بهیر سره مخ و.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، کارلټن د جون په میاشت کې څو ځله خپل وسله د ودانۍ اوسېدونکو او کارکوونکو ته ښودلې او ویلي یې وو چې «یو څوک به ووژني».
یوه عیني شاهد خبریالانو ته ویلي چې مشکوک بریدګر له ډزو مخکې ګواښ کړی و چې خپله پخوانۍ ملګرې، چې د هغه د ماشوم مور ده، او د ودانۍ دوه مدیران به ووژني.
د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) هم د څېړنو په برخه کې د مرستې لپاره په دې قضیه کې برخه اخیستې ده، خو تر اوسه د بریدګر هویت او د هغه د برید انګېزه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
