«وسله‌والو غلو» په بادغیس کې ۱۲ کلن ماشوم وژلی

Oplus_131072

په بادغیس کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې «وسله‌والو غلو» یو ۱۲ کلن ماشوم هغه مهال په ډزو وژلی، چې د دغه ولایت د آب‌کمري ولسوالۍ په یوه سیمه کې یې خپل غواوې څرولې.

د سرچینو په وینا، دغه ماشوم پرون (چهارشنبه، د وږي ۱۱مه) د سهار شاوخوا ۱۰ بجې د آب‌کمري ولسوالۍ د «پده دایزنگي» په کلي کې وژل شوی دی.

سرچینې وايي، غلو د ماشوم له وژلو وروسته د هغه غواوې هم له ځان سره بیولې دي.

په بادغیس کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روان لمریز کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وسله‌والې غلاوې په څرګند ډول زیاتې شوې دي او له بېلابېلو ولایتونو څخه د ورته پېښو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

په ځینو مواردو کې غلو د مالونو خاوندان وژلي او وروسته یې د هغوی شتمنۍ لوټ کړې دي.

دا وسله‌والې غلاوې په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د تأمین ادعا کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته