د طالبانو مشر: په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو عاملان دې ونیول شي او محاکمه دې شي

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، حکم کړی چې له دې وروسته دې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو عاملان وپېژندل شي، ونیول شي او محاکمه شي.

د طالبانو د مشر په نوي حکم کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) د دې ډلې د چارو ادارې له خوا خپور شوی، راغلي چې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق دې تأمین شي.

په حکم کې ویل شوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو عاملان ونیسي او په هر حالت کې دې اړوندې محکمې ته وسپاري.

د طالبانو مشر د دې ډلې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته هم سپارښتنه کړې چې د ترافیکي پېښو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره د اړوندو معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو په حکم کې راغلي چې اړوندې محکمې دې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو قضیو ته «لومړیتوب» ورکړي او «د دغو پېښو د قربانیانو د کوچنیو او غایبو وارثانو ټول حقوق دې له مسؤول شخص یا اشخاصو څخه ترلاسه او حق‌خاوندانو ته وسپاري.»

د افغانستان لویې لارې، په ځانګړي ډول له کابل څخه د هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو پر لور درې اصلي لویې لارې، وخت ناوخت د مرګ‌ژوبلې له درنو ترافیکي پېښو سره مخ کېږي. په ډېرو هغو پېښو کې چې مسافر وړونکي بسونه پکې ښکېل وي، د موټر چلوونکو تېز رفتار او بې‌احتیاطي د پېښې اصلي لامل بلل کېږي.

طالبانو تېر کال د مسافر وړونکو بسونو د سرعت د کنټرول لپاره د موقعیت معلومولو (GPS) سیسټم د نصبولو خبر ورکړی و، خو له هغې وروسته هم څو مرګ‌ژوبله لرونکې ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

تر دې وړاندې د دغو پېښو دوسیې نه څېړل کېدې. تر اوسه په لویو لارو کې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو هېڅ یو عامل نه دی نیول شوی او نه هم محاکمه شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته