د جرم او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، جاپان به په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه ۹.۴ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر وايي، د دې مرستې په اړه هوکړهلیک نن (پنجشنبه، د وږي ۱۲مه) په افغانستان کې د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د استازي پولیک اوک سیري او په افغانستان کې د جاپان د سفیر کینجي ماساموتو ترمنځ لاسلیک شو.
د ملګرو ملتونو د جرم او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته به د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له لارې، د «زیانمنو کسانو لپاره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیتونو پیاوړتیا» تر نوم لاندې په یوه دوه کلن پروګرام کې ولګول شي.
دغه دفتر وايي، پروګرام یې له هغو زیانمنو ټولنو څخه د ملاتړ په موخه پیل کړی چې په افغانستان کې د نشهيي توکو له وضعیت څخه د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو او ټولنیزو زیانمننو سره مخ دي.
ټاکل شوې دغه پروګرام د روان میلادي کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۸ کال تر سپټمبر پورې په بدخشان، بادغیس، هلمند، کندهار او تخار ولایتونو کې عملي شي.
د ملګرو ملتونو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروګرام به د دوامدارو بدیلو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو سره د هغو زیانمنو کلیوالو خلکو د هوساینې او مقاومت وړتیاوو د ښه کېدو لپاره کار وکړي چې پخوا یې د کوکنارو له کرکیلې عاید ترلاسه کاوه.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه به له هغو کسانو سره هم مرسته وکړي چې د نشهيي توکو د کارونې له امله له ستونزو سره مخ دي یا د دې ستونزې له خطر سره مخ دي. د دې لپاره به د نشهيي توکو د کارونې د مخنیوي او درملنې پر بنسټ خدمتونه پراخ شي.
د ملګرو ملتونو د جرم او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، تمه ده چې د بدیلو معیشتونو د پروګرامونو له لارې شاوخوا اته زره کورنۍ، چې نږدې ۵۶ زره کسان کېږي او پخوا یې د کوکنارو په کرکیله بوخت وو، تر پوښښ لاندې راشي.
همداراز، شاوخوا ۲۵ زره کسان چې د نشهيي توکو د کارونې له خطر سره مخ دي یا له اړوندو اختلالاتو سره لاس او ګرېوان دي، د مخنیوي، درملنې، بیارغونې او بیا ادغام له پروګرامونو څخه به ګټه واخلي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کینجي ماساموتو ویلي: «د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه هغه برخه ده چې افغانستان او نړیواله ټولنه پکې ګډې ګټې او ګډ مسؤلیتونه لري. دوامدار پرمختګ د افغانانو پر مالکیت او د نړیوالې ټولنې پر رغنده ملاتړ پورې تړلی دی.»
نوموړي د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خبرو پر دوام هم خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه بهیر د همکارۍ او باور جوړونې لپاره مهم زمینه برابروي.
په افغانستان کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) استازي سوتا توساګا ویلي، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیتونو پیاوړتیا نه یوازې د افغانستان د راتلونکي ثبات او پرمختګ لپاره مهمه ده، بلکې د سیمهییزې همکارۍ او د ټولنو د هوساینې په برخه کې هم مهم رول لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر استازي پولیک اوک سیري ویلي، دغه پروژه د بدیلو معیشتونو، د نشهيي توکو د کارونې مخنیوي، درملنې، بیارغونې او نړیوالې همکارۍ له یوځای کولو سره د عملي او دوامدارو حللارو د رامنځته کولو هڅه کوي.
د نوموړي په وینا، دا کار به د لا روغو، خوندي او له ستونزو سره د مقابلې وړ ټولنو په جوړولو کې مرسته وکړي.
جاپان له افغانستان څخه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد له مهمو مرستندویانو څخه پاتې شوی دی. د جاپان مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ، د خوارځواکۍ د مخنیوي او د ماشومانو د زدهکړو د ملاتړ په برخو کې لګول شوې دي.
