د افغانستان د قزاقانو د کلتور او لاسي صنایعو نندارتون نن (پنجشنبه، د وږي ۱۲مه) د هېواد په شمال کې د بلخ ولایت کې جوړ شو.
دغه نندارتون د «افغانستان د قزاقانو کلتوري مرکز» په نوم یوې ادارې جوړ کړی او موخه یې په افغانستان کې د مېشتو قزاقانو د لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو هنر، کلتور او هنرونو معرفي او دودول بلل شوي دي.
د نندارتون جوړوونکي وايي، دغه نندارتون د افغانستان د قزاقانو د کلتور او لاسي صنایعو د معرفي کولو ترڅنګ، راتلونکي نسل ته د دغو خلکو د کلتوري ارزښتونو د لېږد زمینه هم برابروي.
هغوی له طالب چارواکو غواړي چې د کلتوري پروګرامونو په جوړولو سره د افغانستان د قزاقانو د کلتور او کلتوري ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره هڅې وکړي.
قزاقان د افغانستان له قومي ډلو څخه دي چې ډېری یې د هېواد په شمالي ولایتونو کې ژوند کوي. د افغانستان واکمنو تر اوسه د هغوی د کلتور، ژبې او لاسي صنایعو د ودې او پیاوړتیا لپاره لږې هڅې کړې دي.
