بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د سره صلیب نړیواله کمېټه افغانستان کې له زیاتېدونکو ناامنیو سره، سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي

د هېواد بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر د سرې میاشتې نړیوالې کمېټې له عمومي مشر رابرت ماردیني سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې افغانستان کې د دې کمېټې له فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (پنجشنبه، ۲۲ لړم) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرې میاشتې ټولنې دغه عمومي مشر په افغانستان کې د دې کمېټې د فعالیتونو، پروګرامونو او ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو دوام ته ژمنه ده.

د خبرپاڼې له مخې، د سره صلیب کمېټې عمومي مشر رابرت ماردیني په افغانستان کې د ورځ تر بلې زیاتېدونکي تاوتریخوالي، په ناامنه سیمو کې زیانمنو شوو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره د محدودو منابعو او د دې بنسټ د اړتیاوو ارزونې په اړه  خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر د ماردیني اندېښنو ته په اشارې، نوموړي ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي اتمر په دې خبرو کې دغه راز د سولې خبرو پر وړاندې پرتو خنډونو د هواري، بشرپاله اوربند، جګړې پای ته رسولو او د سولې خبرو بریالیتوب په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په لومړيتوبونو هم خبرې وکړې.