«د افغانستان متحده جبهې» اعلان کړی چې د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د طالبانو یو غړی وژلی دی.
دې جبهې پر اېکس شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید د سېشنبې په شپه (۲۴ د وږي) د تګاب ولسوالۍ اړوند د «دشتآرا» په سیمه کې ترسره شوی دی.
«متحده جبهه» ادعا کوي چې په دغه برید کې د طالبانو یو غړی په هدفي ډول وژل شوی او د هغه یو کلاشینکوف او یو شمېر تجهیزات د دې جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملګرو ملتونو تېره شپه اعلان وکړ چې د درېیو میاشتو په موده کې، یعنې د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې، د طالبانو پر ضد ۱۴ جبهې د دې ډلې پر وړاندې د ۸۸ بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده. ملګرو ملتونو د ۵۵ بریدونو ترسره کېدل تایید کړي دي.
طالبانو تل د افغانستان په خاوره کې د خپلو مخالفو ځواکونو فزیکي حضور رد کړی او د هغوی د بریدونو په اړه هم تبصره نه کوي.
