دجرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو د نیولو حکمونه علني کړل

د جرمونو نړیوالې محکمې په هاګ کې د طالبانو د څلورو چارواکو د نیولو حکمونه علني کړي دي چې د دغې ډلې مشر هم پکې شامل دی. په دغو څلورو کسانو کې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیران هم شامل دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې په هغه اعلامیه کې چې نن (دوشنبه، د تلې ۱۳مه) خپره شوې، ویلي چې د دغې محکمې د لومړنۍ محکمې دویمې څانګې د یوې پرېکړې له مخې، د افغانستان د وضعیت په تړاو صادر شوي د نیولو څلور حکمونه یې له محرم حالت څخه ایستلي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د اعلامیې له مخې، د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو حبیب‌الله آغا او ندا‌محمد ندیم د نیولو حکمونه د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې صادر شوي وو، خو تر نن ورځې پورې محرم ساتل شوي وو.

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د ستر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه مخکې لا عام شوي وو.

د جرمونو نړیوالې محکمې په نننۍ اعلامیه کې ویلي چې د دغې محکمې د لومړنۍ محکمې دویمې څانګې موندلې چې معقول دلایل شته چې باور وشي، دغه څلور شکمن کسان له جزايي پلوه د بشریت پر ضد د «ځورونې» جرم د ترسره کولو د امر، تحریک یا هڅونې مسوولیت لري؛ هغه ځورونه چې د جنسیت پر بنسټ د نجونو، ښځو او هغو نورو کسانو پر وړاندې شوې چې د جنسیت او جنسي هویت په اړه د طالبانو له پالیسۍ سره سمون نه لري، او همداراز د سیاسي دلایلو پر بنسټ د هغو کسانو پر وړاندې چې د «نجونو او ښځو متحدان» بلل کېږي.

دغې محکمې ویلي، ګومان کېږي چې دغه جرمونه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، چې طالبان واک ته ورسېدل، د افغانستان په خاوره کې ترسره شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې یې دوام کړی دی.

د لومړنۍ محکمې دویمې څانګې ویلي چې شکمنو کسانو د طالبانو په استازیتوب داسې پالیسي عملي کړې چې له امله یې د افغانستان د ملکي وګړو اساسي حقونه او ازادۍ په جدي ډول نقض شوې دي. په دغو سرغړونو کې وژنه، زنداني کول، شکنجه، جنسي تېری او جبري ورکول شامل دي.

طالبانو مخکې د خپل مشر او د دغې ډلې د چارواکو د نیولو د حکمونو په غبرګون کې د روم اساسنامه، چې پر بنسټ یې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه شوې، بې‌اعتباره بللې او ویلي یې وو چې د دغې اساسنامې پر وړاندې هېڅ ډول ژمنه نه لري.

خو له دې سره سره، د طالبانو له لوري د افغانستان پر ښځو او نجونو ځپنه نوره هم زیاته شوې او د دغې ډلې له خوا د محدودیتونو د فرمانونو صادرول لا هم دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته