د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د یوې پرېکړه‌لیک په تصویب سره د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اعلامیې له مخې، دغه پرېکړه‌لیک نن (دوشنبه، د تلې ۱۳مه) له رایې اخیستلو پرته تصویب شو.

ښاغلي بېنېټ پر اېکس لیکلي چې د نوي پرېکړه‌لیک له مخې، هغه موظف شوی چې په افغانستان کې د «اقلیتونو» د وضعیت په اړه یوه څېړنه چمتو کړي او د ۲۰۲۷ کال په سپټمبر کې یې د دغې شورا په غونډه کې وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې چې په دغه پرېکړه‌لیک کې د ۲۰۲۷ کال د جون په میاشت کې په افغانستان کې د جنسیت اړوندو اندېښنو په اړه د تمرکز لپاره د «پرمختللي متقابل بحث» د ترسره کولو وړاندوینه هم شوې ده.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ریچارډ بېنېټ ماموریت په داسې حال کې غځول کېږي چې لا هم افغانستان ته د هغه پر سفر بندیز لګېدلی دی.

طالبانو د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري په میاشت کې افغانستان ته د ښاغلي بېنېټ پر ننوتلو بندیز ولګاوه او هغه یې پر ځان د «پروپاګند» په کولو تورن کړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څو ځله د دغه بندیز د لرې کولو غوښتنه کړې، خو طالبان لا هم ښاغلي بېنېټ ته افغانستان ته د سفر اجازه نه ورکوي.

ریچارډ بېنېټ له هغه وخت راهیسې چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ګڼ راپورونه چمتو کړي او د طالبانو له لوري د خلکو د غیرقانوني وژنو، خپل‌سرو نیونو، ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو او د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې یې مستندې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته