د کندهار او ننګرهار ولایتونو ځايي سرچینې وايي، نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) په دواړو ولایتونو کې په مرموز ډول د وژل شویو دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د کندهار یوې سرچینې ویلي، د دغه ولایت د دویمې حوزې اړوند د اتفاق جامع جومات ته څېرمه د یوه کس جسد موندل شوی، چې د نامعلومو کسانو لهخوا لومړی په چړو وهل شوی او وروسته یې سر ترې غوڅ شوی دی.
د سرچینې په وینا، وژل شوی کس د پاخه عمر لرونکی و، خو هویت یې لا نه دی په ډاګه شوی.
په ورته وخت کې، د ننګرهار یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
سرچینه وايي، اسماعیل نومی ځوان تېره شپه (شنبه، د تلې ۱۸مه) د سرهرود ولسوالۍ اړوند د فتحآباد په سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، وژل شوی ځوان د ننګرهار د درهنور ولسوالۍ اوسېدونکی و او د سرهرود ولسوالۍ یادې سیمې ته د یوه ملګري کور ته د مېلمه په توګه ورغلی و، چې وسلهوالو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.
د دواړو پېښو انګېزې لا هم نه دي په ډاګه شوې.
پټې وژنې؛ په کندهار او ننګرهار کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
