د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریلسن کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د امنیتي مسایلو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فریلسن او متقي د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د امنیت، نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، بشري مرستو او سیاسي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

دغه وزارت ویلي چې متقي له فریلسن سره په لیدنه کې د نشه‌يي توکو د مهارولو په برخه کې د اړینو مرستو د نه برابرولو له امله د نړیوالې ټولنې پر کم‌کارۍ نیوکه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې نړیوالې ټولنې د اړینو مرستو په برابرولو کې، چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت ملاتړ او یا د نشه‌يي توکو د مهارولو په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره د نورو اړینو اقداماتو ترسره کول هم پکې شامل دي، پاتې راغلې ده.»

د دغه وزارت په وینا، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ډاډ ورکړی چې د دې ټولنې رسمي دریځ «په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ملاتړ» دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، فریلسن ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره به هڅې وکړي.

دا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه کابل ته د توماس فریلسن لومړی سفر دی. نوموړي پرون د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم لیدلي وو. هغه د فرانسوي ډیپلوماټ ژیل برتران ځایناستی شوی، چې د سنبلې په میاشت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته