د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د فرفورډ پوځي اډې د امنیتي پېښې له ایران سره د تړاو ورکولو په غبرګون کې، د بریتانیا سفیر احضار کړی او خبرداری یې ورکړی چې تهران به له لندن سره په خپلو اړیکو کې «جدي بیاکتنه» وکړي.
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اروپا د څانګې عمومي رییس او د بهرنیو چارو وزیر مرستیال، عليرضا یوسفي، پرون (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) په تهران کې د بریتانیا سفیر هوګو شورتر احضار کړ.
د دغه اژانس د راپور له مخې، یوسفي له شورتر سره په خبرو کې د فرفورډ پوځي اډې په امنیتي پېښه کې د ایران لاس لرل رد کړي او تهران ته یې د دې پېښې د نسبت ورکولو اقدام غیرمسوولانه او زیانمن بللی دی.
یوسفي له لندن څخه په دې اړه د ټولو اسنادو او شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې تهران به له لندن سره په خپلو اړیکو کې جدي بیاکتنه وکړي.
ایرنا لیکلي چې یوسفي د ایران پر وړاندې د بریتانیا د حکومت «بېبنسټه ادعا» په بشپړه توګه رد کړې او د بریتانیا د «غیرمسوولانه او زیانمن» چلند په اړه یې د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض د دغه هېواد سفیر ته رسولی دی.
د دغه اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ویلي: «د بریتانیا حکومت باید ژر تر ژره د فرفورډ پوځي اډې له ادعا شوې پېښې سره د تړاو په اړه د ایران پر ضد د خپلو تورونو اسناد او شواهد وړاندې کړي؛ که نه، د ایران اسلامي جمهوریت به په دوهاړخیزو اړیکو کې جدي بیاکتنه وکړي، چې د هغې د پایلو مسوولیت به د بریتانیا د حکومت پر غاړه وي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بریتانیا د ایران پر وړاندې د داسې تورونو په مطرح کولو سره هڅه کوي، څو د ایران پر ضد د امریکا په جګړه کې د خپلې ونډې په اړه له حساب ورکولو څخه ځان وژغوري.
عليرضا یوسفي ویلي: «بریتانیايي چارواکي نه شي کولای د پړه بل لوري ته په اړولو او د ایران پر ضد د بېبنسټه تورونو په مطرح کولو سره، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د رژیمونو په پوځي تېري کې د ګډون او همدارنګه د ایران ضد ترهګرو ډلو او عناصرو ته د اوږدمهاله کوربهتوب له امله له حساب ورکولو او نړیوال مسوولیت څخه ځان وژغوري.»
د بریتانیا سفیر هوګو شورتر ویلي چې د ایران اعتراض به د دغه هېواد حکومت ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهم پرون د پارلمان په ولسي جرګه کې ویلي وو چې «په ډېر احتمال» سره، د فرفورډ پوځي اډې د په نښه کولو مشکوکه طرحه «په ایران کې دننه او د سپاه پاسداران په همغږۍ» عملي شوې ده.
تر هغه مخکې، د بریتانیا د کورني امنیت د استخباراتي ادارې (امآی۵) عمومي رییس، کن مککالم، هم ادعا کړې وه چې ایران هڅه کوي په بریتانیا او نورو ځایونو کې پوځي تاسیسات په نښه کړي.
مککالم په خپله کلنۍ وینا کې، چې د بریتانیا پر وړاندې یې د بېلابېلو ګواښونو په اړه کړې وه، د روسیې، ایران او مصنوعي ځیرکتیا ګواښونه په ځانګړي ډول مهم بللي وو.
