د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکارانو ویلي، هغه کیټي زکریا د سپینې ماڼۍ د ویاندې له دندې ګوښه کړې ده.د سياېناېن د راپور له مخې، ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له زکریا یې غوښتي، د دې دندې د دوام په اړه بیا فکر وکړي. د هغه دغو څرګندونو په عملي توګه د زکریا د لنډې کاري دورې پای اعلان کړی.
ټرمپ وویل، د جمعې په سهار یې زکریا ته ویلي: «رښتیا ووایم، که زه ستا پر ځای وای، د دې کار د دوام په اړه به مې بیا فکر کړی وای.»
هغه زیاته کړه چې له جورجیا ایالت څخه تر بېرته راستنېدو وروسته به له زکریا سره خبرې وکړي او وروستۍ پرېکړه یې هغې ته پرېښې ده.
ټرمپ وویل، هغې ته یې ویلي: «کیټي، ایا ته رښتیا هم دې کار ته اړتیا لرې؟ زه فکر نه کوم چې دې کار ته اړتیا ولرې.»
سياېناېن لیکلي، د ټرمپ دغو څرګندونو له زکریا سره د هغه څرګنده بېباوري ښودله؛ هغه کس چې یوازې یوه اوونۍ مخکې یې دا دنده پر غاړه اخیستې وه.
د دغه رسنۍ په لیکنه، د سهشنبې په ورځ په خبري غونډه کې د زکریا لومړۍ ناکامه څرګندونې او د هغې د مخینې په اړه پرلهپسې پوښتنې د دې لامل شوې چې رسنۍ او د ټرمپ یو شمېر مرستیالان د هغې کړنې له نږدې وڅاري.
ټرمپ د جورجیا ایالت ته د یوې سیاسي غونډې لپاره د تګ پر مهال، د سپینې ماڼۍ له پرېښودو سره وویل چې رسنیو له زکریا سره ناسم چلند کړی دی.
خو ټرمپ په ډاګه کړه چې زکریا د حکومت د مشرې ویاندې په توګه د ده له خوا د خبرو کولو لپاره مناسبه نه ګڼي.
هغه ومنله: «کېدای شي دا دنده د هغې لپاره مناسبه نه وي.»
