طالب

د لوګر مرکز کې پر امنیتي پوستو د طالبانو ډله ییز بریدونه؛ اتو وسله والو طالبانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز پل عالم کې یې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونو کې ۸ وسله والو طالبانو ته مرګ – ژوبله اړولې.

د لوګر ولايت امنيتي چارواکو په وینا، وسله والو طالبانو تېره شپه (چهارشنبه، ۱۵ د غویي) د دې ولايت د مرکز پل عالم اړوند «پادخواب شانه» سيمه کې د ګارنیزیون په امنيتي پوستو ډليز بريدونه کړي، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې د وسله والو طالبانو د يو سر ګروپ ملا «عبدالله» په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور نور يې ټپيان دي.

د لوګر رسنیو دفتر وایي، په وژل شویو طالبانو کې ملا ادم، ابوحذیفه او د دې ډلې دوه نور شامل دي.

د لوګر له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسله والو د تېرې شپې په بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.