بلومبرګ: امریکا پاکستان ته د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پلان جوړوي

د امریکا حکومت غواړي د هغو کډوالو د ایستلو د پالیسۍ په چوکاټ کې چې درېیمو هېوادونو ته لېږدول کېږي، یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.

د بلومبرګ خبري شبکې د دوشنبې په ورځ (۴ عقرب) د امریکا د فدرالي حکومت د باخبره چارواکو او د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ د بنسټونو په حواله دا راپور خپور کړی دی.

د امریکا د فدرالي حکومت یوه چارواکي، د کډوالۍ وکیلانو او د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ سازمانونو ویلي چې له دې پلان څخه خبر شوي دي. د کډوالو د احتمالي ایستلو الوتنه لا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو تمه ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې ترسره شي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ ادارې چارواکو یو شمېر نیول شویو افغان کډوالو ته خبر ورکړی چې پاکستان ته به وشړل شي.

د بلومبرګ سرچینو ویلي، په هغو کسانو کې چې ټاکل شوې پاکستان ته ولېږدول شي، د ځینو هغو کسانو خپلوان هم شامل دي چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو مخکې یې له امریکایي پوځ سره همکاري کړې وه.

د «افغان‌ایواک» سازمان تایید کړې چې د نیول شویو کسانو له لوري ورته ورته اندېښنې رسېدلې دي.

دغه سازمان ویلي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښيي د امریکا د لویزیانا ایالت څخه د نیول شویو افغان کډوالو د لېږد لپاره د یوې ځانګړې الوتنې پلان شوی دی.

تر اوسه د امریکا او پاکستان حکومتونو چارواکو په دې اړه په رسمي او علني ډول څه نه دي ویلي.

افغان‌ایواک وایي، یو شمېر نیول شویو کسانو ته ویل شوي چې پاکستان ته به ولېږدول شي؛ خو یوې بلې ډلې ته بیا خبر ورکړل شوی چې د دوی د لېږد مقصد افغانستان دی.

افغان‌ایواک د خپلو سرچینو په حواله، چې د امریکا په حکومت کې دي، ویلي چې ښایي پاکستان د درېیم هېواد په توګه وکارول شي او له هغه ځایه دغه کسان افغانستان ته ولېږدول شي.

افغان‌ایواک وایي، په تېرو دوو اوونیو کې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ توقیف‌خونو څخه د افغان کډوالو د «احتمالي لېږد» په اړه لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ترلاسه کړي دي.

امریکا تر دې مخکې هم درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د ایستلو پروګرام عملي کړی دی.

د بېلګې په توګه، اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس دوه میاشتې مخکې راپور ورکړی و چې د سنبلې په ۷مه لسګونه کډوال، چې ۱۲ یې د افغانستان اتباع وو، له امریکا څخه د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ښار ته لېږدول شوي دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، یو ۲۰ کلن ځوان هم مرکزي افریقا جمهوریت ته شړل شوی و، چې وروڼو یې د افغانستان په پخواني نظام کې له امریکایي پوځ سره همکاري کړې وه.

په هغه وخت کې د دغه ځوان وکیل، آلما ډیویډ، ویلي وو چې یوه امریکایي قاضي افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه، ځکه وېره وه چې طالبان به هغه وځوروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته