د «ایران کې د بشري حقونو سازمان» وايي، یو افغان وګړی چې د «عمدي قتل» په تور د قصاص په سزا محکوم شوی و، د کرج په قزلحصار زندان کې اعدام شوی دی.
دغه سازمان ویلي، د یاد افغان د اعدام حکم پرون چهارشنبه، د لړم ۱۳مه، سهار مهال پلی شوی دی.
د سازمان د راپور له مخې، د دغه افغان هویت نه دی په ډاګه شوی او نوموړی د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د تهران په میدان خراسان سیمه کې د ودانۍ د لګښتونو پر سر د شخړې پر مهال د خپل یوه ایراني ګاونډي، چې جواد نومېده، په وژنه کې ښکېل و.
په راپور کې راغلي، چې درې افغان وروڼه له یاد ایراني وګړي سره په شخړه کې ښکېل شوي وو او هغه د چاقو د ګوزارونو له امله وژل شوی و. د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته، د تهران د پولیسو د جنايي څېړنو کارکوونکو دغه درې وروڼه هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې خپل وسایل راټول او افغانستان ته ستانه شي.
د راپور له مخې، اصلي تورن د تحقیقاتو پر مهال ویلي، چې له وژل شوي کس سره یې د ودانۍ د لګښتونو پر سر اختلاف درلود. د هغه په وینا، کله چې جواد د دوی د کور دروازه په لغته ووهله او له مور سره یې شخړه وکړه، ورور یې په چاقو وواهه او دی هم په شخړه کې ورګډ شو.
د قضیې تر څېړنې وروسته، د تهران د جنايي محکمې اوومې څانګې تورن د مقتول د کورنۍ په غوښتنه د قصاص په سزا محکوم کړ او د ایران سترې محکمې تر تایید وروسته یې حکم پلی شو.
