لوګر

د طالبانو خپل ماین چاودنه کې د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون څلور تنه وژل شوي

اطلاعات روز: د لوګر امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې په وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې، چې څلور تنه په کې وژل شوي او یو بل په کې ټپي دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ خپره شوې خبرپاڼه وايي، نن (یکشنبه، ۱۹ د غویي) سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې وسله والو طالبانو غوښتل، چې د لوګر ولايت له «قلعه شکر» سيمې پل عالم ته بوشکه ډوله ماين انتقال کړي، چې پر لاره کې ورباندې خپل ماين چاودنه کړې.

یادې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې د قاري «منصور» په نوم د وسله والو طالبانو د يو سيمه ييز قومندان په ګډون څلور کسان وژل شوي او يو بل يې ټپي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.