کاربندیز

نورستان کې د روغتیاپالانو کاربندیز؛ «اووه میاشتې کیږي چې معاش مو نه دی اخیستی»

خبریال: جان اغا صالح

نورستان کې روغتیایي کارکوونکي وایې، له تیرو اوو میاشتو راهیسې یې معاشات نه دي ترلاسه کړي، چې له امله یې دوی مجبور شوي چې د روغیتایي مرکزونو دروازې وتړي او کاربندیز اعلان کړي.

روغتیاپالان وایي، د دې ولسوالۍ څلور واړه روغتیایي مرکزونه یې تړلي او ګواښ کوي که غوښتنې یې ونه منل شي نو کاربندیز به روان وي.

ډاکتر حضرت محمد د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې روغتیاپال دی، هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې له اوو میاشتو راهیسې یې نه یوازې روغتیایي کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي، بلکې په همدې موده کې یې کلینیکونو ته دارو درمل هم نه دي وررسیدلي.

ډاکتر حضرت محمد زیاتوي: «اووه میاشتې کیږي چې د نورستان په وانت ویګل ولسوالۍ کې روغتیايي کارکوونکو ته هیڅ معاش نه دی ورکړل شوی او همدارنګه په دې موده روغتیایي کلینیکونو ته درمل هم نه دي راوړل شوي، له روغتیا وزارت غوښتنه کوو چې زمونږ ستونزې ته د حل لاره ولټوي تر ستونزه حل شي او که چیرته زمونږ معاشونه رانه کړل شي نو مونږ به خپل کاربندیز همداسې جاري وساتو.»

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې روغتیاپالان وایي، له اوو میاشتو راهیسې یې نه یوازې معاشونه نه دي ورکړل شوي، بلکې په همدې موده کې یې کلینیکونو ته دارو درمل هم نه دي وررسیدلي.

د نورستان د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډکتر محمد اصف بزرګزاده له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل، که په دې ولایت کې د روغتیاپالانو د معاش او دارو درملو ستونزه حل نشي نو د ټول نورستان روغتایي مرکزونه به وتړل شي.

هغه وایي، دا ستونزه د ټول نورستان په کچه ده، چې څو ورځې وړاندې یې په مرکز پارون او یو شمیر نور ولسوالیو کې هم روغتیایي مرکزونه تړل شوي وو.

محمد اصف بزرګزاده زیاتوي: «دا یوازې زمونږ معاشونه نه دي چې نه راکول کیږي په ټول نورستان کې همدا ستونزه ده چې معاشونه نه ورکول کیږي او هغه بله ورځ مرکز پارون، وامه او نورو ولسوالیو کې هم ډاکترانو روغتیايي مرکزونه تړلي وو او لامل یې هم د معاشونو نه ورکړه او د درملو کموالی وو، په څو ځلي مونږ دا ستونزه له وزارت او نورو ادارو سره شریکه کړې خو نتیجه نه ده ورکړې.»

د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې ولسي خلک د روغتیا پالانو کار بندیز اندیښمن کړي او وايي، که دا چاره دوام وکړي نو ډیر ناورغان به یې له نه تشخیص او دارو درملو ومري.

د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې ولسي خلک د روغتیا پالانو کار بندیز اندیښمن کړي او وايي، که دا چاره دوام وکړي نو ډیر ناورغان به یې له نه تشخیص او دارو درملو ومري.

د نورستان یو ځایي اوسیدونکي نورګل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې ولایت کې روغتیایي خدمات په نشت حساب دي چې له امله یې ډیر کله ناروغان د روغتیایي اسانتیاوو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وایي، کوم روغتیایي مرکزونه چې اوسمهال په نورستان کې فعالیت کوي یو یې هم هیڅ درمل د ناروغانو لپاره نه لري.

نور ګل زیاتوي: «کوم کلینکونه چې نورستان مرکز او ولسوالیو کې کار کوي یو یې هم د ناروغانو لپاره لازمې اسانتیاوې نه لري او نه هم درمل لري چې ورشو، بس ډاکتران وایې، چې درمل نشته او بل ځای ته لاړ شئ نو بیا مونږ مجبور یو چې په خپلو شخصي پېسو درمل واخلو نو غوښتنه کوو چې باید پام وشي او بل که د ډاکترانو کاربندیز همداسې دوام وکړي نو خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي.»

په همدې حال کې د نورستان د ولایتي شورا رییس انجینر سعدالله پاینده زوی اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پر روغتیا وزارت نیوکه کوي او وایي، د دې ولایت روغتیايي ستونزې یې په څو ځلي شریکه کړې، خو تراوسه یې د حل لپاره څه نه دي شوي.

ښاغلی پاینده زوی هم په روغتیایي برخه کې د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وایي، څه ډول چې لازمه ده روغتیا وزرات نورستان ته پاملرنه نه ده کړې.

پاینده زوی زیاتوي: «په نورستان کې روغتیایي برخه کې ستونزې بیخي زیاتې دي او مونږ دا ستونزه په څو ځلي له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې، خو متاسفانه تراوسه هیڅ نه دي شوي او روغتیایي ستونزې پر ځای پاتې دي او دلته یې هسې په روغتیایي برخه کې سوداګري شروع کړې ده هیله ده دا ستونزه حل شي، ځکه د نورستان خلک هم حق لري چې دلته ورته روغتیایي اسانتیاوې برابرې شي.»

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې د نورستان د روغتیایي کارکوونکو معاشونه له څو میاشتو راهیسې له قراردادي موسسې «اهیډ» سره د ځینو ستونزو له امله ځنډیدلي.

هڅه مو وکړه په نورستان کې د روغتیا په برخه کې له قراردادي موسسې «اهیډ» د مسوولینو نظر هم ولرو خو بریالي نشو.

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې د نورستان د روغتیایي کارکوونکو معاشونه له څو میاشتو راهیسې له قراردادي موسسې «اهیډ» سره د ځینو ستونزو له امله ځنډیدلي، خو ډاډ ورکوي چې د روغتیاپالانو د معاش او د درمل د کمښت ستونزه به د یوې اوونۍ په جریان حل شي.

میرویس علي زی زیاتوي: «مونږ د نورستان د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د ځنډیدو ستونزه منو، ستونزه له قراردادي موسسې سره وه او انشاالله په روانه اوونۍ کې به د نورستان ټولو ډاکترانو ته چې معاشونه یې پاتې دي ورکړل شي او هم به یې روغتیایي مرکزونو ته دارو درمل ور ورسول شي.» 

نورستان کې ټولټال ۴۲ روغتیایي مرکزونه او یو روغتون شتون لري، چې د مسوولین په خبره یې په یوه کې هم درمل شتون نه لري.

د نورستان اوسیدونکي د ژوند له نورو اسانتیاوو نه شتون سربیره د روغتیایي په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.