سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په یوه درېاړخیزه غونډه کې وګوري.
ټاکل شوې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر ۲۸مه، د چین په شنژن ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې اولیویا ویلز له خبریالانو سره په خبرو کې د دغې درېاړخیزې غونډې ترسره کېدل تایید کړي دي.
ویلز ویلي، ټرمپ په دې باور دی چې په نړۍ کې د اټومي وسلو خپرېدل ډېر خطرناک دي او د اټومي وسلو کنټرول او کمول به د درې واړو اټومي قدرتونو د مشرانو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.
د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي هم ویلي، چې ټرمپ غواړي په دې غونډه کې د ایران جګړې موضوع مطرح کړي؛ خو د اوکراین جګړه به د درېاړخیزو خبرو په اجنډا کې شامله نه وي، ځکه واشنګټن له مسکو سره د دې جګړې په اړه د خبرو لپاره جلا لاره تعقیبوي.
دغه امریکايي چارواکي ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت تمه نه لري دا غونډه کوم مشخص تړون یا هوکړهلیک رامنځته کړي، بلکې دا به د درې واړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل ټکی وي.
ټرمپ تر دې وړاندې له پوتین او شي جینپینګ سره جلا جلا لیدلي دي، خو تر اوسه دغو درېیو مشرانو په رسمي توګه ګډه درېاړخیزه غونډه نه ده کړې.
