غني

په ۳۴ ولایتونو کې ۴۳ محرابه جوماتونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني په ارګ کې خپلې وینا کې وویلې چې د هېواد ټولو ولایتونو کې ۴۳ محرابه جوماتونه جوړ او نن (سه شنبه، ۲۱ د غویي) پرانستل شول.

ولسمشر غني په خپلې وینا کې وویلې، چې په ټولو ولایتونو کې د جامع جوماتونو جوړونه او رغونه د خلکو غوښتنه وه. ولسمشر وویل: «تېرو کالو کې د ملت یوه غوښتنه د جامع جوماتونو جوړول او ترمیم چې زموږ تاریخي میراث دی، وه. زه نن ویاړ لرم چې د ولس د غوښتنې په اساس نه یوازې ټولو ښارونو کې بلکې په ټولو ولسوالیو کې به هم د جامع جوماتونو څښتن شو.»

ارګ وایي، په جوړو شویو دغو جوماتونو دوه میلیارده، ۵۰۶ میلیونه، ۶۸۲ زره او ۳۱۰ افغانۍ لګښت راغلی. د دوی په وینا تر کار لاندې نورو جوماتونو به اووه میلیارده، ۶۴۷ میلیونه، ۶۸۶ زره او ۶۲۶ افغانۍ لګښت راشي.

د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي وایي، هېواد کې له ۱۳۹۳ څخه بیا تر ۱۴۰۰ کال پورې د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال ۹۵۹ جوماتونه جوړ شوي دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو د سولې په اړه هم وغږېد. نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د سولې لار خپله کړي. ښاغلي غني وویل: «د سولې اصلي لاره څه ده؟ راشئ لویه جرګه کې کېنئ چې یو بل ته قناعت ورکړو، په وژلو، خرابیو او ورانولو څه نه جوړېږي.»