محمد علي کلې مېرمن

د محمدعلي کلې مېرمن کابل کې یو معیاري لوبغالی جوړوي

اطلاعات روز: د بوکس درانه وزن نړیوال اتل محمدعلي کلې مېرمن خلیله کاماچوعلي وایي، چې کابل کې یو معیاري لوبغالی جوړوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اغلې کاماچوعلي دغه موضوع د دې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د تېرې ورځې (سه شنبه، ۲۱ د غویي) لیدنه کې کړې ده.

د خبرپاڼې په وینا، هغې ویلي چې کابل ته د یو معیاري لوبغالي جوړېدو او لوبغاړو سره د لیدنې لپاره افغانستان ته راغلې ده.

د محمدعلي کلې ښځې خوښي خوښېدلې چې افغانستان د لوبو برخه کې پام وړ پرمختګونو ته لاسرسی موندلی.

هغې ټینګار کړی چې افغانستان او د دې هېواد خلک د هغې او د کورنۍ زړونو کې یې ځانګړی ځای لري او تل هڅه کې وه چې د دې هېواد خلکو ته د لوبو او پرمختګ برخه کې یې چوپړ وکړي.

عبدالله عبدالله د افغانستان د لوبو له ټولنې او خلکو د اغلې خلیله کاماچوعلي له ملاتړه د مننې ترڅنګ ویلي چې د افغانستان خلکو محمدعلي کلې او د هغه ځانګړي شخصیت سره مینه لرله. هغه زیاته کړې چې افغانان د نړۍ د دروند وزن له دې نړیوال اتله د یو لوبغاړي، اتل او د هغه ځانګړي انساني ځانګړتیاوو لرونکي شخصیت په توګه درناوی کوي.

ښاغلي عبدالله ټینګار کړی: «افغانستان کې کم خلک موندلی شو چې د هغه (محمدعلي کلې) له نوم او کارنامو سره یې اشنا و نه اوسي.»

د نړۍ درانه وزن لرونکی نړیوال اتل کاسیوس کلې د محمدعلي کلې په نوم شهرت درلود. له هغه د «د بوکس نړۍ نه تکرارېدونکې افسانه» او «د نړۍ تر ټولو مشهوره سړي»په توګه یادیږي. هغه په ۱۹۴۲ کال کې د امریکا کنتالي ایالت کې نړۍ ته سترګې غړولي او د ۷۴ کلونو په عمر د تنفسي ناروغۍ له امله د دې هېواد ارېزونا ایالت کې ومړ.

محمدعلي کلې په ۲۰۰۲ زېږیږ کال کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سولې سفیر په توګه سفر کړی و.