په لغمان کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د بخار دیګ د چاودنې له امله یو ځوان مړ شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، دا پېښه تېره ورځ (شنبه، د لړم ۳۰مه) ناوخته د مهترلام ښار د «عصمت څلورلارې» په سیمه کې د یوه رستورانت دننه شوې ده.
سرچینې زیاتوي، په دې پېښه کې رحمانالله نومی ځوان، چې په دغه رستورانت کې یې کار کاوه، مړ شوی او دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، ټپیان د مهترلام روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
تر دې مخکې هم د پخلي پر مهال د بېاحتیاطۍ له امله د بخار دیګونو د چاودنې پېښې شوې او مرګژوبله یې اړولې ده.
په دغو پېښو کې ډېری وخت په افغانستان کې جوړ شوي د اوسپنې (چودن) بخار دیګونه چاودېدلي، چې په پراخه کچه ترې ګټه اخیستل کېږي.
