د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د دې ډلې د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په بلخ ولایت کې د «هاشمیې ښارګوټي» شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړې ده.
دغه وزارت نن (یکشنبه، د لیندۍ لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ځمکه د مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو بېرته ترلاسه کولو کمېسیون یې دوسیه تر دې مخکې د شمال زون ځانګړې محکمې ته سپارلې وه.
د طالبانو عدلیې وزارت زیاته کړې چې ځانګړې محکمې «د ځمکې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو له کره څېړنې، د املاکو د دفترونو له ارزونې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه چې د دغه ښارګوټي ټوله ځمکه، چې ۶۰۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی او متصرفین مکلف دي چې دغه ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري».
طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه جریبه ځمکه او لسګونه ښارګوټي «امارتي» اعلان کړي دي.
دغه ډله ادعا کوي چې دا ځمکې دولتي دي او د ځینو کسانو له خوا غصب شوې دي؛ خو د دغو ځمکو مالکین ادعا کوي چې قانوني اسناد لري، خو طالبان یې اسناد او مدارک په بېطرفه او روڼ ډول نه څېړي.
