په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر وايي، بزګران باید د خوراکي توکو د تولید لپاره خپلې کرنیزې لارې د اقلیمي بدلونونو له شرایطو سره عیارې کړي.
دغه بنسټ نن (یکشنبه، د لیندۍ لومړۍ) پر اېکس د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي: «اقلیم د بدلون په حال کې دی او بزګران باید خپلې لارې له نویو شرایطو سره عیارې کړي، څو وکولای شي په راتلونکي کې د خوراکي توکو تولید تضمین کړي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر وايي، د «اقلیم سره د عیارې ټولنې پر بنسټ د معیشت او ځنګلونو» په نوم د یوې پروژې له لارې، چې د «چاپېریال نړیوال صندوق» یې ملاتړ کوي، په افغانستان کې له بزګرانو سره مرسته کوي.
دغه بنسټ ویلي، د بدخشان ولایت د ارګو او کشم ولسوالیو او د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ له ۱۵۰ بزګرانو سره یې کرنیز توکي او د غنمو تخمونه وېشلي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر زیاته کړې، چې دغو بزګرانو ته یې د «اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو غنمو» د کرلو او د کیمیاوي سرو د اغېزمنې کارونې په اړه هم روزنه ورکړې ده.
د دغه بنسټ په وینا، دا پروژې له سیمهییزو ټولنو سره مرسته کوي، چې خپل کرنیز حاصلات زیات کړي، د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي.
که څه هم افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرېدو او د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کېدو کې ونډه نه لري، خو له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې د دغو بدلونونو له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.
وچکالۍ، ویجاړوونکي سېلابونه او د اقلیمي بدلونونو له امله موسمي افتونو په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو کچه راټیټه کړې ده. دغه عوامل هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د عاید دوامدارې سرچینې، لکه بڼونه، له منځه وړي.
د افغانستان د شنونکو شبکې د هغې څېړنې له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۲مه یې خپره کړې، افغانستان هر کال د اقلیمي بدلونونو او اړوندو پېښو له امله تر درېیو میلیاردو ډالرو پورې اقتصادي زیان ویني.
