په هلمند ولایت کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوه کس جسد په داسې حال کې موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوی و.
دغه سرچینه، چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي، وايي د سیمې خلکو د وژل شوي کس جسد پرون (شنبه، د لړم ۳۰مه) د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د درېیمې حوزې د لوی باغ هدیرې په سیمه کې موندلی.
سرچینې ویلي چې یاد کس پر سر په تبر وهل شوی او وژل شوی دی.
په ورته وخت کې، یوه بله سرچینه وايي چې یاد کس اصلاً د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د زیاتې قرضدارۍ له امله له خپل کوره د نادعلي ولسوالۍ ته تللی و او هلته د نوموړي کس پورورکوونکو وژلی دی.
د یاد کس جسد د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جنايي پېښو، په ځانګړې توګه د وژنو پېښې زیاتې شوې دي.
مرموزې وژنې؛ هلمند کې د یوه کس جسد موندل شوی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
