د طالبانو په کابل کې د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ اعلان کړی چې درې «وسلهوال غله» چې د پیسو په غلا او د یوه بانک د دوو کارکوونکو په وژلو کې یې لاس درلود، د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د ۳۱۵ په سیمه کې وژل شوي دي.
ځدراڼ پر ایکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د شنبې په ورځ (۳۰ لړم) د پولیسو د عملیاتو پرمهال او د ډزو له تبادلې وروسته وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې له دغو کسانو سره تړاو لرونکي اووه نور کسان ژوندي نیول شوي دي.
د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې دغو درېیو وسلهوالو غلو د کابل ښار د «لیسه مریم» په سیمه کې د «افغان یونایټډ بانک» پر موټر برید کړی و، چې په پایله کې یې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او غلو یوه اندازه پیسې له ځان سره وړې وې.
خالد ځدراڼ وایي، دغو کسانو په نورو پېښو کې هم لاس درلود، چې یوه یې په بغلان ولایت کې د «نورجان» په نوم د یوه کس، چې په «طیب» مشهور و، وژنه ده.
د هغه په وینا، د نورجان موټر چې د دغو کسانو له لوري تښتول شوی و، د پرونیو عملیاتو پرمهال کشف او ضبط شوی دی.
ځدراڼ زیاته کړې چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د دغې ډلې اووه نور تړلي کسان هم د یوه عملیات په ترڅ کې نیول شوي او له څېړنو وروسته قضایي مراجعو ته ورپېژندل شوي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د پوځي عملیاتو پرمهال د «وسلهوالې غلا» په تور د یو شمېر ځوانانو د وژلو خبر ورکړی دی. خو په ځینو مواردو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ادعا کړې چې دغه کسان وسلهوال غله نه وو، بلکې طالبان یې بېدلیله او یا هم د قومي او مذهبي تعصب له مخې وژني.
له دې سره، شاوخوا درې اوونۍ وړاندې، د لړم میاشتې په اوومه نېټه، د کابل ښار د «لیسه مریم» په سیمه کې د یوه «هایلکس» ډوله موټر د برید ویډیو هم خپره شوې وه. د پېښې عیني شاهدانو د دې صحنې د ویډیوګانو په ثبتولو سره ویلي وو چې په موټر کې دننه یو تن ژوند له لاسه ورکړی او بل یې پر سړک پروت و له دغې پېښې څخه خپرو شویو خونړیو انځورونو د وینې او وسلهوال برید نښې ښودلې دي.
