د «حالوش» خبري اژانس راپور ورکړی، چې د درېیو افغان کډوالو، چې یوه ښځه، یو کوچنی ماشوم او یو سړی پکې شامل دي، جسدونه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان له سرحدي سیمې موندل شوي دي. د راپور له مخې، د دوی پر سرونو د مستقیمو ډزو نښې لیدل شوې دي.
«حالوش» په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه جسدونه د تېرې جمعې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ د کلهګان اړوند د «بچهراهی» سیمې څخه موندل شوي دي.
دغه رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې «ایراني پوځي ځواکونو» دغه درې افغان کډوال په قصدي ډزو وژلي دي.
په دې پېښه پورې اړوند دوو ویډیوګانو کې، چې نورو افغان کډوالو ثبت کړې او حالوش خپرې کړې دي، درې وینېلړلي جسدونه لیدل کېږي.
په دغو ویډیوګانو کې د یوه سړي، یوې ښځې او یوه کوچني ماشوم جسدونه لیدل کېږي، چې پر سرونو یې مستقیمې ډزې شوې دي. د ماشوم سر په بشپړه توګه له منځه تللی او د هغوی جسدونه تر ډېره په ډبرو پوښل شوي دي.
حالوش لیکلي: «پوځي ځواکونو تر ډزو وروسته د هغوی بېساه جسدونه په ډبرو پوښلي، څو د دې جنایت نښې پټې کړي. … درې واړه قربانیان، مور، کوچنی ماشوم او ورسره ملګری سړی، د سر په برخه کې په مرمیو ویشتل شوي، چې دا د وژلو په موخه د مستقیمو او هدفمندانه ډزو ښکارندويي کوي.»
تر اوسه د ایران چارواکو او پوځي مسوولانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو پر لور د ایراني سرحدي ځواکونو د مستقیمو ډزو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. سره له دې چې ناقانونه لارې ناامنې دي، د ایراني پوځي ځواکونو د مستقیمو ډزو او جبري ایستلو ګواښ هم شته، خو په افغانستان کې د فقر او بېکارۍ د زیاتېدو له امله، کارګر او کورنۍ لا هم ایران ته د تګ لپاره له ناامنو لارو کار اخلي.
