خبریاله: فریضه عالمي
ژباړن: بهادرخان رحماني
د وره د زنګ په هر ځل کړنګېدو سره، د زلېخا زړه غورځي او ټول بدن یې له ډاره ډکیږي چې هسې نه مور او خور یې واړه او بې وزله کور ته نوی پېرونکی راوستی وي؛ نه چې بیا هم هغوی خپلو کې سره بېل کړي. له څلور کالو ډېر کیږي چې هغه د خپل ماشوم د بېلېدو له وېرې ژوند کوي.
د زلېخا د ژوند بې وزلي او ستونزې د نوموړې د خاوند له بېلېدو وروسته پیل شوه او هر څوک هغې او ژوند ته یې یوه نسخه وړاندې کوي. زلېخا د دریو ماشومانو مور د کور یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده او کلونه کیږي چې خپل درې لوی او واړه ماشومان په کابل کې لویوي. هغه کار چې افغانستان غوندې یو ځای کې یوې ښځې ته اسانه نه ده.
د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې له پنځو میلیونو ډېرې مېرمنې د بې کارۍ له رنځه کړیږي. د افغانستان بشري حقونو کمېسیون وایي، افغانستان کې د بې برخلیکه مېرمنو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د ماشوم تر پلورنې تلل
زلېخا د بې وزلۍ او د خپلو ماشومانو د لویولو توانایۍ نه لرلو له امله د خپلو ماشومانو د پلورلو تر بریده هم تللې ده. زلېخا ۳۲ کاله عمر لري، خو درنو غمونو او ستونزو له امله د ډېر عمر او ماته ښکاري.
د زلېخا د ژوند څرخه هېڅکله د هغې په خوښه نه ده څرخېدلې. ۱۳ کلنۍ کې په زور واده شوې او ۱۵ کلنۍ کې یې لومړی ماشوم نړۍ ته راوړی دی. هغه له خپل خاوند سره تر دوه کاله ګډ ژوند وروسته پوهېږي چې مېړه یې روږدی دی او د سبا – بېګا پلمې یې د نشه یي توکو له امله وې، نه د کار موندلو له امله.
وایي، نړۍ ته د لومړي ماشوم په راتګ سره یې اقتصادي ستونزې او د ژوند سختۍ ډېرې شوې او هغه اړه شوه چې د خپل مېړه د روږدي کېدو موضوع او د اقتصادي ستونزو په اړه خپل مور او پلار ته ووایي.
د زلېخا کورنۍ د دې موضوع له اورېدو وروسته نوموړې اړ کوي چې له خپل کوره، مېړه او ماشومانو بېله شي، خو هغه د خپلې کورنۍ غوښتنې خلاف د خپل ژوند دروند بار پر خپلو اوږو کوي، څو ګډ ژوند یې پر ځای پاتې شي.
د هغې د ټولو فداکاریو خلاف، خاوند یې ورځ تربلې د نشو نړۍ کې غرقیږي او زلېخا او خپل دوه ماشومان هېروي؛ د کور خاوند په ځلونو هغه او ماشومان یې د کور کرایې نه ورکولو له امله، په نیمه شپه له کوره وباسي او د کور توکي یې بېرون غورځوي. خو زلېخا خپلو ماشومانو سره د مینې له امله د ستونزو تر بار لاندې نه ځي او پرېکړه کوي چې د خپل مېړه د بې کارۍ، اقتصادي ناکرارۍ او د کورني ناراحتۍ له پامه وغورځوي او هڅه کوي چې خپل مېړه له روږدي کېدو وژغوري.
دا ځوانه مېرمن له ډېرو هڅو وروسته پای کې پرېکړه کوي چې بېله شي، خو خاوند یې په زارۍ او د پښېمانۍ په څرګندولو هغه او کورنۍ یې باوروي چې له طلاقه لاس واخلي. زلېخا هم له دې چې طلاق شوې ښځه یاده نه شي ډارېږي او څویم ځل بیا هم د خپلې کورنۍ خلاف د خپل مېړه په خبرو باور کوي او خپل ګډ ژوند ته یې دوام ورکړی دی: «له یوازیتوب او څنګ کې مې د یو نارینه له نه شتونه ډارېدم. له دې چې خلک راته طلاق شوې او ماشومانو ته مې بې پلاره ووایي، وېرېدم. له دې جې یوه تنها او بېچاره و اوسم هم ډارېدم. طلاق اخیستنه او بېرته د پلار کور ته ورتلل راته ناشوني ښکارېدل. ټولې ستونزې مې پر ځان ومنلې، څو مې خاوند له روږدي کېدو لاس واخلي، خو ویې نه کړل. هر ځل به یې راسره ژمنه کوله چې عمل یې نه کاوه. دا ټول غربت او بې وزلۍ مو یوازې د هغه له لاسه دي. مېړه مې پر ما او ماشومانې مې رحم و نه کړ.»
افغانستان کې د زلېخا په څېر ډېرې مېرمنې د طلاق پدیدې اړوند له سترو ننګونو سره مخ دي او دا موضوع تراوسه یو ډول حرام دی او ښځې حاکم او دغه راز ناخوښه دود ته په کتو هغه پر ځان منلي دي. هغوی د بېلېدو په پرتله، هر ډول تاوتریخوالي، تکلیف او بې برخلیکۍ ته لومړیتوب ورکوي.
کله یې چې خاوند په وروستي ځل له روږدي کېدو لاس په سرکېدو پرېکړه کوي، ګډ ژوند ته د زلېخا هیلې زیاتیږي او خپل درېیم ماشوم نړۍ ته راوړي. خو د نوموړې دا خوښي او هیله تر ډېره نه پاییږي او مېړه یې یو ځل بیا په نشو روږدی کیږي او هغې او ماشومانو ته یې ژوند ورتریخوي.
د بې برخلیکه مېرمنو ډېرښت
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې لطیفه سلطاني اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې افغانستان کې د بې برخلیکه مېرمنو شمېر د تېرو کلونو پرتله ډېر شوی دی. په ۱۳۹۹ کال کې له ۶۰۰ ډېر بې برخلیکه مېرمنو دې کمېسیون ته مراجعه کړې او له خپلې بې برخلیکۍ یې شکایت کړی دی.
زلېخا یو له همدې بې برخلیکه مېرمنو ده. پای کې د روږدې بلا د زلېخا د ژوند تړاو شلوي. هغه له کړاو او بې برخلیکۍ ستړې کیږي او له اووه کاله ګډ ژوند وروسته د بېلېدو غوښتنه کوي. خو د هغې د بېلېدو غوښتنه کابل کې د یو دیني مرکز له لوري ردیږي. ویل کیږي چې باید د بېلېدو لپاره یې مېړه هم وي. زلېخا د نورو په مرسته، خپل مېړه د «پل سوخته» لاندې مومي.
د افغانستان مدني قانون کې مېرمن د طلاق غوښتنې حق نه لري. د طلاق قانون پر بنسټ یوازې په څلورو وړاندې شویو حالاتو کې ښځې کولی شي د طلاق غوښتنه وکړي. د مېړه اوږدمهاله نه شتون؛ د نفقې له ورکړې د مېړه انکار؛ په صعب العلاج (سختې ناروغۍ) اخته کېدل یا د مېړه معیوبېدل.
هغه ترخه کیسه چې پای نه لري
د زلېخا کیسه د طلاق په اخیستو پای ته نه رسیږي، بلکې د بې برخلیکۍ او بدمرغۍ د تازه څپرکي یو پیل کیږي. له مېړه بېلېدو وروسته یې، خپلو ماشومانو سره د یو څه وخت لپاره د پلار کور ته ځي. خو مور او خوېندې یې هغې ته په بدو ردو ویلو هغه اړباسي چې د پلار کور پرېږدي.
د پلار له کوره تګ سره بیا هم د هغې مور او مشره خور له یو څه وخت وروسته د نوموړې د ماشومانو لپاره یو نوی پېرونکی کور ته ورولي، خو هغه په ژړا او زاریو د دې کار مانع کیږي.
زلېخا وایي، یو ځل یې د مور په ډېر ټینګار خپل یو کوچنی ماشوم په ماشومولۍ (فرزندي) ورکړی دی. کله چې هغه په ناچارۍ د خپل تر ټولو کوچني ماشوم د بېلدو منونکې شوه، نه یې دنده لرله او نه یې هم د خپلو دریو ماشومانو د روزنې او لویولو پیسې. خو زلېخا سره یې بخت ملګری و. له یو کال او څو میاشتو وروسته، هغې کورنۍ چې د دې ماشوم په ماشومولۍ اخیستی و، د ځینو ستونزو له امله یې بېرته ورکړ. هغه وایي، نوي کور کې یې د ماشوم ځای د هغې تر څنګ ښه و، خو که هر څه و، دا د مور او ماشوم د بېلتون پای یوه ښه پېښه وه.
له څو میاشتو وروسته، د زلېخا مور او خور بیاځلي همدا ماشوم پر یوې بډایه کورنۍ پلوري. خو دا ځل زلېخا تر بار لاندې نه راځي. شپږ کاله کیږي چې زلېخا په منګولو او غاښ نیولو او په زرګونه ستونزو خپل ماشومان لویوي.
زلېخا په دې ټولو کلونو کې له بې وزلۍ او بې برخلیکۍ له هڅو په شا شوې نه ده. هغه په بېلابېلو کارونو له هغې ډلې د واکسیناسیون کمپاین کې کار او یا د خلکو کورونو کې په کار سره یې خپل ماشومان لوی کړي دي.
د کرونا راتګ سره زلېخا او ماشومانو ته یې ژوند لا تریخیږي. وایي، په دې ورځو کې یو خیاطۍ کې کار کوي او د اونۍ یوازې دوه سوه افغانۍ عاید لري. که څه هم د زلېخا په وینا چې خپل پتنګان یې له تیارو وساتل، خو د بې وزلۍ منګولې یې د ژوند ستونی تنګوي: «د ماشومانو راتلونکی مې دې منځ کې وي، ناچاره یم عاطفه پام کې ونه نیسم. اړه یم چې خپل کوچنی ماشوم مې خرڅ کړم، څو د خپلو دوو نورو ماشومانو لپاره وچه ډوډۍ پیدا کړم او که نه اونۍ کې په دوه سوه افغانیو نه شم کولی د هغوی ګېډې مړې کړم.»