کمپکس

د دارالامان د اداري کمپلکس جوړېدو چارې ۸ سلنه پرمخ تللي

اطلاعات روز: د ملي پراختیا شرکت وایي، د دارالامان د اداري کمپلکس جوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي.

دغه شرکت نن (چهارشنبه، ۲۹ د غویي) په خپلې فیسبوکپاڼې یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د دارالامان اداري کمپلکس چې د هیواد په کچه لوی کمپلکس دی، اوسمهال یې رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي.

دې شرکت لیکلي: «دغه ستره ملي پروژه په ملي او نړیوالو معیارونو سمبال، په داسې حال کې رغول کیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او تر دې مهاله یې ۸ سلنه چارې پرمخ تللي دي.»

دې شرکت دوام کې لیکلي، چې د دې اداري کمپلکس د جوړیدو موخه د ټولو دولتي ادارو منسجم کول، هیواد والو ته د اسانتیاوو برابرول او د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا ته وده ورکول دي.

د دې اداري کمپلکس د جوړېدو چارو بنسټ ډبره د ولسمشر محمداشرف غني له خوا د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۳مه د کابل دارالامان سیمه کې کېښودل شوه. په دې مراسمو کې ولسمشر غني ویلي و چې د دې اداري کمپلکس جوړېدو سره به د دولت درې واړه قوې ورولېږدول شي او د «کابل ښار به بېرته د کابل اوسېدونکو پورې تړاو پیدا کړي.»