خبریال: حبیب الله سراب
ځاځي اریوب پکتیا کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه هغه لېرې پرته ولسوالي ده چې خلک یې له پوهنې سره د نورو ولسوالیو په پرتله زیاته همکاري کوي، خو په دې ولسوالۍ کې لاهم د ښوونځیو د ودانیو، کتابونو او نورو درسي موادو د کمښت ستونزه پرځای پاتې ده.
د دې ولسوالي په هاشم خېلو دره کې د «روکیان» لېسه چې دا مهال څه کم ۱۳۰۰ زده کوونکي لري، د زده کړو بهیر یې تر ډېره د افتخاري ښوونکو له لوري په مخ بیول کیږي.
د روکیان لېسې امر عحب خان عابد وایي، که څه هم په افتخاري ډول ځینې کسان د ښوونکو په توګه ورسره کار کوي او د ښوونکو د کمښت ستونزه یې تر یوه بریده ورهواره کړې، خو د درسي خونو، احاطې او کتابونو کمښت یې د زده کړو بهیر ټکنی کړی دی.
هغه وویل: «مونږ دلته د څښاک پاکې اوبه نه لرو، درسي کتابونه تر اوسه مونږ ته نه دي را رسېدلي، ښوونکي مو هم ډیری د دې سیمې ځوانان دي، چې په افتخاري ډول راسره کار کوي، زمونږ د زده کړو بهیر ځکه اوس لږ څه ټکنی شوی، چې د شاګردانو تعداد زیات دی، خو هغوی ته د امکاناتو رسیده ګي نه شو کولی.»
په همدې حال کې بیا د دې لېسې زده کوونکي هم د مسلکي ښوونکو او درسي موادو د کموالي ستونزه جدي بولي، د دولسم ټولګي زده کوونکی ذبیح الله ذهین وویل، چې د روکیان ښوونځي ته د لس کلیو ماشومان د زده کړو لپاره راځي، خو په دې کې یې ډېر شمېر درسي کتابونه نه لري.
نوموړي زیاته کړه: «زه په دولسم ټولګي کې زده کړې کوم، هر کال مونږ د کتابونو له کمښت سره مخ کیږي، په وخت راته درسي مواد نه راوړل کیږي، داسې مسلکي ښوونکي هم نه لرو، چې مونږ دې ترې هغه چې لازمه ده، اړین مضامین په ښه شکل سره زده کړو، زمونږ غوښتنه له پوهنې ریاست څخه دا ده، چې د روکیان لېسه، چې له لسو کلیو ورته ماشومان راځي، ډېر پام وکړي.»
د دې لېسې یو بل زده کوونکی سردار خان اطلاعات روز ته وویل، چې د دوی درسي بهیر زیات وخت د ښوونکو او درسي موادو د کموالي له امله له خنډ او ځنډ سره مخ کیږي، نوموړی په دې برخه کې د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي په ناغېړۍ تورنوي او وايي، که هغوی په اړوند وزارت فشار راوړي، نو د ښوونکو سربېره به یې د درسي کتابونو کمښت ستونزه هم هواره شي.
سردار داسې وايي: «مونږ دلته زیات وخت د دې له امله درسي ساعتونه خالي وي، چې دلته یا ښوونکي نه وي او یا هم زده کوونکي کتابونه نه لري، نو زمونږ غوښتنه له پوهنې ریاست چارواکو دا ده، چې د کال له پای ته رسېدو وړاندې باید مونږ ته کتابونه او ښوونکي راکړي.»
په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د هاشم خېلو درې قومي مشر افسرخان وایي، له پوهنیز بهیر سره په ټول توان همکار دي، خو دولت هم باید ځینې هغه ستونزې هوارې کړي، چې حل یې د ولس له توان څخه پورته دی.
ښاغلي هاشم داسې وویل: «زمونږ په ځاځيو کې ټول خلک د پوهنې ریاست سره همکار دي او همکار پاتې شوي هم دي، هغه څه چې د دې سیمې د خلکو په وس پوره و او دي، هغه مو کړي، خو ځینې نور داسې مسایل شته، چې د دولت اړوند راځي، نو زمونږ تمه له دولت څخه دا دی، چې د ښوونځيو او ماشومانو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د کتابونو، کتابچو او ښوونکو مشکلاتو ته یې پام وکړي.»
ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د هاشم خېلو درې په نوم همدا سیمه له کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې ده، د یادې ډلې د پوهنې مسوول قاري ذاکر اطلاعات روز ته وایي، د ماشومانو لپاره یې په خپل لګښت ځینې ټولګي جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي، چې پوهنې ریاست او اړونده نورې ادارې کولی شي، چې د پوهنې په برخه کې هر ډول پروژې پلې کړي.
هغه داسې وویل: «مونږ دلته په خپله سیمه کې د پوهنې له بیهر سره پوره همکار یو، د اسلامي امارت مجاهدین هیڅکله د پوهنې خنډ نه دي ګرځېدلي او نه هم بل چاته اجازه ورکوي، مونږ دلته په بېلابېلو برخو کې ښوونځیو ته د زده کړو بهیر د لاپرمختګ په موخه مرسته کړې، هغه که د کتابونو موضوع شوه او یا هم د نورو درسي موادو، نو مونږ هغه چاته چې غواړي دلته د پوهنې په برخه کې کار وکړي او پروژې پلې کړي، ټول امکانات ورته برابرو.»
د پکتیا ولي حلیم فدايي بیا وايي، د ودانیو او کتابونو د کمښت پر موضوع له مرکزي ادارو سره په ګډه کار کوي چې دغه ستونزه هم حل شي.
نوموړي زیاته کړه: «په ټوله پکتیا کې بیا په تېره په ځاځيو کې خلک له پوهنې بهیر سره ډېر هم کاري، مونږ د ښوونکو ستونزه لرو، دا موضوع مو جدي نیولې ده او انشاالله په دې اړه له پوهنې وزارت سره هم غږېدلي یو، تر څو هغوی د ښوونکو لپاره مونږ ته بستونه راکړي، چې هلته افتخاري ښوونکي په رسیمو ښوونکو بدل کړو.»
په ورته مهال د دې ولایت د پوهنې رییس کوچی ځاځی، د ځايي خلکو په همکارۍ د ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره بولي خو وايي، دوی د ځاځي اریوب سربېره د پکتیا په ډیری ولسوالیو کې له یادې ستونزې سره مخ دي.
کوچي ځاځي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «په روکیان او د ځاځي اریوب په خینو نورو سیمو کې رښتیا هم زده کوونکي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي، هلته د ولس مینه له تعلیم سره نهایت زیاته ده، ځوانان په افتخاري ډول لګیا دي او د د ښوونکو تشه یې را ډکه کړې ده.»
د کوچي په خبره چې د ځآځي اریوب، وزې ځدارڼ، ګرده څېړۍ، زرمت، شواک او ځینې نورې ولسوالي شته، چې هلته د ښوونکو له کموالي سره مخ دي، نوموړی ډاډ ورکوي، چې نږدې وخت کې به په یادو ولسوالیو کې قراردادي ښوونکي په دندو وګمارل شي.
ځاځي اطلاعات روز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د درسي کتابونو لپاره یې هم دوامداره هڅې پیل کړې دي.
هغه وویل: «نه یوازې مونږ په ځاځي اریوب کې بلکې د پکتیا په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ښوونکو له کمښت او تشې سره مخ یو، خو په دې برخه کې مو هڅې پیل کړې، تر څو مونږ هلته که رسمي ښوونکي ونه ګمارل شول، نو قرار دادي ښوونکي به ګمارو، تر څو زمونږ ماشومان له زده کړو پاتې نشي، بله مسله د کتابونه ده، دا په ټول افغانستان کې زده کوونکي ورسره مخ دي، کله یې چې وزارت راکړي، په هماغه ورځ یې ښوونځیو ته استوو.»
د پکتیا په لرې پرتو سیمو کې د ښوونکو کموالي ستونزه په داسې مهال وړاندې کیږي، چې د دې ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې لس ښوونځي یوازې ۱۴ ښوونکي لري.