جمعه ګل همت

جمعه ګل همت: د کورنیو چارو وزارت د دریو میاشتې نه همکارۍ له امله مې استعفا وکړه

اطلاعات روز: د ننګرهار مخکینی امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت وایي، له تېرو دریو میاشتو راهیسې ورسره د کورنیو چارو وزارت د نه همکارۍ او نه همغږۍ له امله اړ شو، چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

جمعه ګل همت چې نن (شنبه، ۱ د غبرګولي) یې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له دندې د نوموړي د مخه ښې او د نوي امنیه قوماندان جنرال سلطان داود د پېژندنې غونډه کې خبرې کولې وویل، چې کورنیو چارو وزارت فکر کاوه چې د ملت او دوی ترمنځ یې بې باورۍ پیدا کړې وې، چې ګویا دی ګمارنې کوي او یا فساد په کې دی.

خو نوموړی وایي: «په هغه خدای ج قسم خورم چې زه یې پیدا کړی یم، د حشر په میدان د ننګرهار د یوې، یوې افغانۍ حساب به ما سره کوئ. ما په پوره ایماندارۍ او صداقت کار کړی دی، ولې په دریو میاشتو کې ناممکنه ده چې کورنیو چارو وزارت تا سره همکار نه وي، چې ته تغیر راولې، تغیر په ټیم راځي.»

ښاغلي همت په خپلو خبرو کې دغه راز وایي، چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ولسمشر محمداشرف غني ته یې هم په ځلونو ویلې چې نه غواړي نوره دغه دنده مخته یوسي.

نوموړي دغه راز وویل، چې په خپل وخت یې پرېکنده عمل کړی، خو ځایي ځینې مسوولین او چارواکي یې له کړنو خپه شوي دي، خو اوس چې

پخواني امنیه قوماندان د ننګرهار لپاره د امنیتي ځواکونو تشکیل کم یاد کړ او زیاته یې کړه چې په دې تشکیل سره دغه ولایت ساتل کېدی نه شي، خو په وینا یې چې د ولس همکارۍ له امله د ننګرهار امنیت خوندي شوی دی. ده وویل چې باید ننګرهار کې ځواکونه باید تجهیز او اکمالات ورته ورسیږي.