هلمند سیند

د هلمند تړون تطبیق پر وړاندې خنډونه (۴)

برکت الله اریوبي

۳- د داوړو خواوو تر منځ بې باوري او سیاسي ستونزې

افغانستان او ایران ګاونډي هیوادونه دي چې کلتوري، ژبني، دیني او …. مشترکات لری، خو له دې سره، سره د هیوادونو ترمنځ د اړیکو په بېلابېلو برخو کې جدي بې باورۍ شتون لري. هغه فکټورونه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کیدو باعث ګرځي د وسله والو مخالفینو سره د ایران د مرستې ادعا، د متحده ایالاتو شتون او د هغه ګواښ انګېرل د ایران له خوا، کلتوري نفوذ او ……. دي.

افغانستان فکر کوي، چې ایراني اړخ او د دوی استخباراتي چارواکي به د هیواد لویدیځ کې له طالبانو سره مرسته کوي او هغوی ته د ایراني وسلو اکمالات کوي.

افغان امنیتي چارواکو په وار وار ویلي، چې ایران په افغانستان کې وسله والو مخالفینو (طالبانو) سره نظامي او مالي مرسته کوي. د وال سټریټ ژورنال د وینا په نقل سره، د طالبانو د ملاتړ لپاره د ایران تګلاره دوه رنګه ده: په سیمه کې د متحده ایالاتو د نفوذ پروړاندې مبارزه او په افغانستان کې د طالبانو په قلمرو کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) غورځنګ ته د تعادلي وزنې برابرول. د طالبانو د نظامي یرغل فشار او د دوی او کابل ترمنځ د سولې خبرو ته نوی حرکت دا احتمال هم زیاتوي، چې د دوی ځینې غړي به په پای کې واک ته راستون شي.

له طالبانو څخه د ایران ملاتړ ستراتیژیک منطق لري. د افغانستان چارواکي وايي چې ایران دا مهال په سوریه او عراق کې له داعش سره په جګړه بوخت دی او ختیځ سرحد ته نږدې د نوې جبهې د رامینځته کیدو په اړه محتاط دی. د افغانستان یو امنیتی چارواکی وایي: «ایران د دې په لټه کې دی، چې د طالبانو په کارولو سره د داعش پر وړاندې مبارزه وکړی.»

په افغانستان کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز لخوا یو تحقیق کې د ایران په اړه د افغانانو د نظرونو ځینې په زړه پوري او مهم ټکي څرګندوي. دا څیړنه ښیې، چې د افغانستان نخبه ګان یا مخکښان، د قومیت، جنسیت او مذهب په پام کې نیولو پرته، د ایران د امنیت د پالیسیو په هکله بدبینانه نظر درلود او په شک سره به یی ورته کتل. په ورته وخت کې، داسې بریښي چې د ایران دولت او د ایران خلک په ښکاره دا نه شي درکولی چې د دوو هیوادونو ترمنځ د شخړې او دښمنۍ د سابقې نشتوالي او په افغانستان کې د ایران مداخلې د لوړې کچې بې باورۍ لامل څه دی؟

ډیری افغانان فکر کوي، چې ایران د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او وسله والو مخالفینو سره نظامي او پولي مرستې کوي. په ۲۰۱۸ز کال کې د کورنیو چارو د پخواني وزیر طارق شاه بهرامي له سفر وروسته، کله چې فراه په لنډمهالي توګه سقوط وکړ او د فراه د اوبو مدیریت پر سر لانجې بحثونه راپورته کړل.

افغانستان پلان لري چې د فراه سیند باندې د «بخش اباد» بند جوړ کړي، چې  دا پلان د لویدیځ ګاونډي ایران له مخالفت سره مخ شوی دی.

له ۱۸ کالو راهیسې په افغانستان کې چی د ډیموکراسۍ اصل پر بنسټ نوی سیسټم رامنځته شوی، د ایران حکومت خپلو سیاسي او غیر سیاسي اهدافو ته د رسیدو لپاره په بیلابیلو لارو تحرک درلود، چې په بریالیتوب او فعاله توګه د افغانستان په دولت کې د نفوذ لپاره لاس په کار دی.

د نفوذ د پیاوړتیا او دوام په امر کې، د ایران حکومت تر دې حده لوړ لاس درلود چې د ډیرو کلونو لپاره یې حتی د پخواني ولسمشر دفتر ته ډیرې پیسې ورکړې دي. د پخواني ولسمشر دفتر ته د ایران د نفوذ او نغدي تادیاتو کچه وروسته له هغې راپورته شوه چې نیویارک ټایمز په ۱۳۹۶ل کال کې خپله یوه موضوع خپره کړه.

په کلتوري برخه کې باید ووایو چی افغانستان تل د ایران کلتوري یرغل لاندی قرار لري. د دې ټکي د څرګندولو لپاره ، په ۱۳۸۶ل کال کې د «۶۰» زرو ډالرو په لګښت د سمنګانو د کتابتونونو تجهیز او جوړول او په زرهاو کتابونه ډالۍ کول یا په کابل، هرات او بلخ کې لوی کتابتونونه جوړول د مثال په توګه یادولی شو.

دا په داسی حال کی ده، چی اوس مهال ډیری افغان زده کوونکي په خپلو څیړنو کې ایراني سرچینې کاروي. دا کومه پټه خبره نه ده چې یو شمیر قومي او حزبي سیاستوال او مشران هم د ایران له مالي سرچینو ګټه پورته کوي. ایران یاد شویو چارواکو ته د زیاتو پیسو او مالي مرستو ورکولو له لاری له یوی خوا  په افغان حکومت کې د مخالفت، نارضایتۍ او د بدبینۍ کچه د ځان پر وړاندی راټیټه کړې او له بل لوري وسله والو مخالفینو سره خپلې همکارۍ او مرستې ته دوام ورکړی دی.

د ایران د مداخلې ښه مثال په ۱۳۹۵ل کال کې په پاکستان کې د طالب مشر ملا منصور وژنه وه. اسنادو او مدارک افشا شول، چې ایران سره نږدې اړیکې او د طالبانو مشر ایران ته بې شمیره سفرونه یی ښکاره کړل. چی د نوموړي سفرونه د ایران له لوري هم ومنل شول.

۴- د ایران له لوري څخه د اوبو غیر عادلانه ګټه اخیستنه

که څه هم ایران هر وخت د افغانستان له دولت څخه غوښتي، چې د هلمند تړون په عملی کېدو کې په خپلو وعدو عمل وکړي، مګر د افغانستان لوری پر دې ټېنګار کوي چې ایران د هلمند اوبو څخه بې ځایه ګټه اخلي. همدارنګه افغانستان ایران لوری پړ بولي چې له خپلې کچې پرته له نورو اوبو هم ګټه اخلي.

افغانستان د تړون لاسلیک ځخه د ٥٠ کلونو په لړ کې د سیاسي ، امنیتي، اقتصادي ناوړه حالت سره سره له ایران سره د اوبو تړون ته ژمن دی او عملي کېدل يې په ښه نیت سره شوي. لکه څرنګه چې په تړون کې ٢٢ متره مکعب اوبه په یوه ثانیه کې اټکل شوي دي.

ولې افغانستان ٤ برابره زیاتې اوبه په نظر کې نېولي او ټولې ٢٦ متره مکعب اوبه کیږي. ایرانیانو د ګډ تاسیسات جوړول د هلمند سیند داړتیا وړ الې لګول د تړون حکمونو څخه تجویز کړي.

ناوړه ګته اخیستنه او زیات شمیر واټر پمپونه، چې هېڅکله د افغانستان همغږي پرې نه وه، د زیاتو اوبو ګټې اخیستنې لپاره لګول شوي دا موضوع د افغانستان  او ایران د کمیسارانو په ناستو کې د افغانستان له لوري غبرګون سره مخ شوې ده او د بیا ځلې غوښتنو سره سره ایرانیانو تر اوسه له همدې کار نه لاس نه دی اخستی. ایران لوري په ٢٠مه ناسته کې ژمنه کړې چې په لومړیو درې میاشتو کې به ٥٠ سلنه او دریو نورو میاشتو کې به ١٠٠ سلنه واټرپمپونه ټولوي.

نړیوالو څېړنو هم ښودلې چې ایران تر ٦ برابره حقابې له خپلې اندازې نه زیاتې اوبه له هلمند سیند نه لاس ته راوړي . کومه څېړنه چې د ازمیر٢ تکنالوژۍ انستیتوت کړې ده؛ دا مالوموي چې د هلمند سیند د اوبو اندازه چې ایران لوري ته بهیږی «٥٠٠٠» میلیون متر مکعب په کال کې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هلمند تړون په اساس له افغانستان څخه به په کال کې ٨٢٠ میلیون مترمکعب اوبه ایران ته ورځي. یا په بله اصطلاح ایران ٦ سلنه حقابې د هلمند سیند نه لاس ته راوړي.

د افغاستان د اوبو او انرژي وزارت چارواکي او په ځانګړي توګه علی احمد عثماني د دې ادارې مخکیني وزیر د ایران ولسي جرګې ته په ٢٠١٨ز کال کې ایران د مدیریت نه د غلطې ګټې اخیستنې او نا عادلانه ګټه اخیستنې له امله تر سرحده د سیندونو په وچېدو تورن کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې ایران د افغانستان ګډ سیندونو باندې تر ٦٠٠ پورې بندونه جوړ کړي، خو افغانستان کې يواځې ٤ بندونه پرهمدې اوبو د جوړیدو په حال کې دي .

افغانستان او ایران ٤ ګډې حوزې لري، چې قراقم، خاف، پترګان او هلمند حوزې دي، چې د ده په وینا، ټولې اوبه د ایران له خوا د زیاتو بندونو جوړیدو له امله وچې شوې دي.

۵: د افغانستان  داخلې ستونزې او د اوبو مسایلو ته لومړیتوب نه ورکول

افغانستان په دوو ورستیو لسيزو کې له ګڼو کورنیو ستونزو، ناامنۍ، اداري فساد، د قانون نه حاکمیت او له پولې تېرېدونکو اوبو مهار لپاره د قوي ارادې نشتون لامل شوی، چې د هلمند تړون شته ستونزې له مخې لېرې کړي.

د بېلګې په توګه، ایرانیانو نږدې په ټولو د کمېسارانو غونډو کې ویلي دي چې د اوبو د کچې اخیستنې استېشن نصبول د تړون تطبیق او د حقابې اخیستلو لپاره د ایران له لوري ضروري ګڼل کېږي . خو افغانستان تر اوسه د ناامنۍ او نورو مختلفو دلایلو له امله نه دی توانېدلی چې د دهراوود استېشن نصب کړي.

هغه څه چې لویه ستونزه ګڼل کېږي د ایران له لوري د هلمند تړون نه عملي کېدل دي. افغان چارواکو بار بار ویلي چې ایران لوري د خپلې حقابې نه زیاتې اوبه د هلمند سېند نه لاسته راوړي . خو ایران لوری له دې خبرې انکار کوي .

نو په دې وخت کې د اوبو د کچې اخیستې استېشنونونه نصبول ډېر اړين دي تر څو ایران لوري ته د زیاتو اوبو تللو مخه ونېول شي .

له بل لوري د اوبو کم ارزښت د هېواد په اسنادو کې هغه مسله ده چې افغانستان یې له ګاونډیو سره له پریکړو څخه لېرې ساتلی ده. د افغانستان پراختیا ملي پلان د ١٣٨٧ل تر ١٣٩١ل کال لپاره جوړ شوی ده او په هماغه وخت کې د افغانستان پراختیایي موخې د ١٥ راتلونکو کلونو لپاره جوړ شوی و. که څه هم د دې سند د اعتبار وخت تېر شوی ده، خو د بل سند په توشيح کېدو سره تر اوسه څه نا څه د اعتبار وړ دی.

دا پلان درې موخې لري ٨ رکنونه او ١٧ سکټوره دی. په دې پلان کې د اوبو مدیریت ته کم پام شوی دی او د ارزښت ورکونې سکټور لکه زراعت اوبو پورې تړلې ده.

او د صنعت غوندې سکتورونه د پراختیا چوکاټ کې صنعت غوندې خصوصي سکتور د اوبو منابعو نه زیات اهمیت پیدا کړی ده.

د اوبو مدیریت دریم سکتور له دریم رکن د همدې پلان ځينې مواردو د رکنونو او سکتورونو ته لومړیتوب ورکړی، چې لوړه درجه د دې بند ١٢٠ ده. متاسفانه اوبه په ٢٠ درجې کې دي چې ټيټه درجه لري په څو کلونو کې ١٣٩٤ل پلانونه د زراعت پراختیا، صنعت پراختیا ده، ښارجوړونې او پلان جوړونې د  بې وسه کسانو د لیدلوري په مهمو موخې، رکنونه، سکتورنه د افغانستان په ملي پراختیایی پلان کې لومړیتوب ورکړل شوي دي . 

په داسې حال کې چې د زراعت پراختیا لپاره د اوبو منابع ضروری دي او په هغو ځایونو کې چې اوبه نه وي د زراعت پراختیا ناشونې ده. په بلې مانا سره زراعت له اوبو سره تړلی دی او د اوبو منابعو مدیریت لومړیتوب لري او په اصل کې د زراعت پراختیا ده. همدا رنګه نه شي کېدلی چې چېرته اوبه نه وي ښارګوټي جوړ کړو او نشو کولی چیرته چې اوبه نه وي کډوال او بې وسه خلک استوګن کړو .

په نتیجه کې د پراختيایي برنامو جوړوني لپاره اړ یو اوبه  په لاس کې واخلو تر څو لویو ننګونو سره مخ نه شو .

پای