کرونا

د کرونا درېیمه څپه؛ افغانستان به بېړني حالت ته لاړ شي؟

خبریال: لیاقت الله لیاقت

ژباړن: بهادرخان رحماني

افغانستان کې د کرونا ویروس رسمي شمېرې په وروستیو ورځو او اونیو کې په چټکۍ سره زیاتیږي. په شمېرو کې د زیاتېدو په دوام، د عامې روغتیا وزارت مسوولین د کرونا ویروس د خپرېدو دې پړاو کې د «ناورین او کړکېچ» د رامنځته کېدو له شونتیا اندښمن دی. افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه قسمي یادیږي، چې که د بستري ناروغانو شمېر د روغتیا برخې له ظرفیت ډېر شي، دا برخه به ماته وي او و به نه شي کولی چې ورته ورسیږي. له اندېښنو سره، سره د روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره یې پلان تیار کړی او تر ممکنه بریده ورته تیاری لري.

روغتیایي ټکو ته نه پام او له ټولېدنو او له تګ راتګه د خلکو نه ډډه، په ځانګړي ډول د اختر ورځو کې، په کرونا د اخته کسانو ډېرېدو ستر لامل و. د عامې روغتیا وزارت وایي، چې له ټولېدنو مخنیوی او د روغتیایي ټکو پام هغه څه دي چې د دې پړاو کرونا د مخنیوي لامل کیږي. د اقتصادي، ښوونیزو او تحصیلي زیانونو مخنیوي لپاره شونې نه ده چې ژر دې پر دې برخو محدودیتونه ولګول شي. که څه هم د کرونا د دې پړاو مخنیوي لپاره د محدودیتونو طرحه شته، خو د عامې روغتیا وزارت په وینا، دا محدودیتونه به په رسمي توګه اعلان او عملي نه شي. د کرونا له درېیمې څپې سره د مقابلې ټولیز پلان د کابینې او کرونا سره د مبارزې عالي کمېټې له خوا تایید شوی دی.

چټک زیاتېدل

د شمېر زیاتېدنه داسې ده چې یوازې دوو اونیو کې، کرونا لپاره ځانګړي شوي بسترونه له ۳۰ تر ۵۰ سلنه ډک شول. دمګړۍ د هېواد روغتونونو کې د کرونا ناروغانو ۵۰ ځانکړي بسترونه بیاځلي ډک شوي دي. په داسې حال کې چې دوه – درې اونۍ وړاندې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوي بسترونه خالي ول.

وروستیو ورځو کې په کرونا د اخته کسانو د رسمي ثبت شمېر په ځینو ورځو کې له ۵۰۰ کسانو هم زیات شوی دی. په تېره میاشت کې په ورځ کې له دوو تر دریو مړینې کچه، اوسمهال ۱۰ ته رسېدلې ده. او د فعاله ناروغانو شمېر اوس له اووه زرو ډېر شوی دی. په داسې حال کې چې دوه اونۍ وړاندې له څلور زره او ۷۰۰ تنو او یوه میاشت وړاندې شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ تنه ول. له یوې میاشت مخکې د ورځینو اخته کسانو د ثبت سلنه هم د درېیمې څپې پیل ۴.۵ سلنه وه، دمګړۍ دغه شمېر ۱۸ تر ۲۰ سلنه رسېدلی دی.

د ویلو ده چې افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو رښتینې کچه، په لوړه کچه، له رسمي شمېرو لوړه ده. ځکه په افغانستان کې ډېری خلک چې د کرونا نښې هم لري، روغتونونو ته نه ځي. تېر کال لومړۍ څپه کې، عامې روغتیا وزارت په یوې میداني څېړنه کې په یوې چټکې ازمایښتي طریقه کې وموندله چې د افغانستان ۳۱ سلنه وګړي په کرونا اخته شوي دي.

تیاریانې او اندېښنې

په ورته وخت کې د تېر کال همدې میاشت کې چې د کرونا لومړۍ څپې هېواد قرنطین ته یوړه او ۸۰ سلنه پانګونه یې ودروله، سږ هم د کرونا درېیمه څپه د ډېرېدو حال کې ده. که څه هم د دې کال رسمي شمېرې هم اندېښمنوونکي دي، خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، ټاکل شوې نه ده چې ژر دې محدودیت او قرنطین ولګول شي. دا چې قرنطین پر اقتصادي، ښوونیز، تحصیلي فعالیتونو او نورو برخو زیانونه وارد او بېوزلي او لاس تنګي ډېروي. مسوولین وایي، که چېرې شمېرې له کچې زیات لوړې شوې، په قرنطین او محدودیتونو به پرېکړه وشي او کابینې سره به یې شریکه کړي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین ټینګار کوي چې په دې مرحله کې له کرونا د مخنیوي یوازینۍ لار په روغتیایي ټکو، له ماسک ګټنې او تر ممکنه بریده له ټولېدو مخینوي کې د خلکو همکاري ده. له هغې پرته شاید هېواد یو ناورین او بل کړکېچ ته لاړ شي. ځکه د عامې روغتیا وزارت د مسووولینو په وینا، که چېرې د کرونا ویروس فعالو ناروغانو شمېر له لس زرو زیات او لسګونه زرو ته ورسیږي، د روغتیا برخه ماته ده او نه شي کولی چې رسېدنه ورته وکړي. د رسمي شمېرو ډېروالي او د عامې روغتیا وزارت خبرداریو سره سره د افغانستان ډېری وګړو کې له کرونا ډار او اندېښنه نشته. ډېر کم خلک د کرونا ویروس خپرېدو له امله له ماسکه ګټه اخلي او له ټولېدنځایونو ځانونه ساتي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي: «هیله لرم، موږ د هغې ورځې لیدونکي و اوسو، چې له ظرفیت ډېر فعاله پېښې ولرو، چې ټول بسترونه ډک وي. باید خلک په دې برخه کې همکاري وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، چې بېړني حالت کې به د ټولو روغتونونو بسترونه د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي شي. دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي برخې سره په همغږۍ به د ټولو خصوصي شرکتونو اکسیجن روغتیا برخې ته ځانګړي شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د افغانستان روغتیا برخه اوس په یوې شپه ورځ کې د شپږ زره بالون تولید وړتیا لري. له دې ډلې یوازې یو زر او ۷۰۰ بالون اکسیجن په یو شپه او ورځ کې د هېواد په ټولو د کرونا او ناکرونا روغتونونو کې لګیږي. دغه راز د کرونا له درېیمې څپې مقابلې لپاره د روغتونونو د ازمایښت او تجهیزاتو وړتیا او د چوپړتیاوو وړاندې کول به هم لوړ لاړ شي. اوسمهال د هېواد په ۱۸ ولایتونو ۲۶ دولتي ازمایښتي لابراتوارونه او هېواد کې ۱۹ خصوصي لابراتوارونه فعال دي. ټاکل شوې د روان زیږدیز تر جون میاشتې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې لابراتوارونه فعاله شي.

بدله شوې بڼه

د کرونا اخته کسانو د شمېر ډېروالی او د یو کړکېچ رامنځته کېدو له امله د روغتیا وزارت اندېښنه په داسې حال ده چې یوه میاشت وړاندې د درېیمې څپې پیل کې د دې وزارت مسوولینو د کرونا ویروس خپرېدو دا پړاو یو جدي ګواښ نه ګاڼه. د عامې روغتیا وزارت ویاند په هغه وخت کې اطلاعات روز ته ویلي و، چې اټکل کیږي، د کرونا درېیمه څپه کې حالت خراب نه شي. ځکه په دې پړاو کې د کرونا ویریوس دویمې بڼې یا انګلیسي بدله شوې بڼه یې خپره شوې ده. له دې امله که څه هم د کرونا دویمه بڼه یا بدلې شوې بڼه خپره شوې ده، خو نښې یې خفیفې او شدت یې ټیټ دی. د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې هم ښیي چې د کرونا بدلې شوې بڼې رسمي ثبت شمېرې تراوسه یوازې په ۱۸ ولایتونو کې ۳۱۷ پېښې دي او د مړینې شمېر یې هم صفر دی. تر پام کیږي چې افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه هم په ټوله کې د چین ووهان کرونا ویروس له اولې بڼې دی.

د کرونا بدله شوې بڼه په ځینو ولایتونو له هغې ډلې هند کې کړکېچنه شوې ده. هغه بڼه چې ډېر خپراوي او مرګونو هند له کړکېچ سره مخ کړی دی. نړیوال روغتیایي سازمان اعلان کړی چې د هندي کرونا بدلې شوې بڼې خپراوی د «نړۍ اندېښنې» لامل شوی دی. دغه سازمان وروستیو کې ویلي چې د هندي کرونا ویروس بڼه د نړۍ له ۳۰ ډېرو هېوادونو کې خپره شوې ده.

افغانستان په دې هېواد کې د کرونا بدلې شوې بڼې مخنیوي په پار پر هغو مساپرینو چې کابل ته راځي، د کرونا منفي ازمایښت پاڼه جبري اعلان کړې ده. تراوسه افغانستان ته د بهرنیو سفرونو پر راتګ محدودیت نه دی لګېدلی. که څه هم د درېیمې څپې پیل کې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي و چې پام کې لري څو افغانستان ته د هند په څېر د ځینو هېوادونو په پروازونو محدودیتونه ولګوي. تېره اونۍ ایران او پاکستان افغانستان سره خپلې ځمکنۍ پولې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په پار د لنډ مهال لپاره وتړلې.

واکسین

تراوسه د افغانستان ۵۵۰ زره شاوخوا اوسېدونکي چې ډېری یې روغتیایي کارمنان، خبریالان، دولتي کارمنان او خصوصي بنسټونه، ډېر عمر لرونکي، بندیان او …. په کې شامیلیږي د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی. ۹۴۸ زره دوزه واکسینه چې د واکسین نړیوالې ټولنې او د هند هېواد له لوري افغانستان ته ورکړل شوی و، اوسمهال په ختمېدو دی او تازه واکسین لا نه دی راغلی.

د واکسین تطبیق لړۍ دوام لري او د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، ټاکل شوې چې د واکسین نړیوالې ټولنې هوکړه لیک پر بنسټ د واکسین نوې جوپه له چین راوارده شي.

د افغانستان دولت خلکو ته ژمنه ورکړې چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه، ۶۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین زمینه برابروي. د ژمنو پر بنسټ نوي پړاوې کې ټاکل شوې د واکسین نړیوالې اتحادیې له لوري افغانستان لپاره ۱۶ میلیونه دوزه واکسین تیار شي چې پر اته میلیونه کسانو به ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې هېوادونه د کرونا بدلې شوې بڼې زیات خپراوي له امله د واکسین کمښت سره مخ دي. څرګنده نه ده چې افغانانو سره ژمن شوي واکسینونه ور رسیږي که نه. هند په دې هېواد کې د کرونا ویروس زیات خپرېدو له امله افغانستان ته د خپلو واکسینونو رالېږل له یوې میاشتې راهیسې بند کړي دي.

افغانستان کې د کرونا واکسین تزریقول د تېر کال د کب په پنځمه پیل شول. لومړیو اونیو کې له کرونا د وېرې کمښت له امله واکسین ته هم د خلکو لېوالتیا نه وه. له بلې خوا په لومړیو کې د واکسین له جانبي اغېزو د شایعاتو له امله هم ډار و. که څه هم لومړیو کې عامې روغتیا وزارت یوازې په لومړیتوب ورکړل شویو برخو له هغې ډلې روغتیایي کارکوونکو، خبریالانو، ښوونکو او امنیتي ځواکونو وېشنه پیل شوه، خو وروسته یې بیا دغه واکسین عام کړ. د عامې روغتیا وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، اوس په ټول هېواد کې د واکسین تزریقولو ۸۰۰ مرکزونه فعال دي او له ۱۸ کلونو پورته هر څوک کولی شي چې دغو مرکزونو ته ورشي او واکسین ترلاسه کړي. هر مرکز په ورځني ډول د ۱۰۰ زره دوزه واکسینو تطبیق سهم لري.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، وروستیو اونیو کې د واکسین غوښتونو شمېر خورا ډېر شوی دی. د روغتیا وزارت ویاند وایي، په دې ورځو کې راغلي کسان له دوو تر دریو ورځو د واکسین لپاره په تمه پاتې کیږي. که څه هم ځینې خلک دې واکسین ته لا هم هېڅ میل نه لري.

افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو له پیل تر اوسه، د رسمي شمېرو له مخې ۶۵ زره او ۷۰۰ تنه په کرونا اخته شوي دي. دوه زره او ۸۰۰ تنه د کرونا له امله مړه شوي دي او له ۵۵ زره او ۸۰۰ کسانو ډېر ښه شوي دي.