زده کوونکې

د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو تړلو ته د زده کوونکو غبرګون؛ «حکومت دې دا پرېکړه بېرته واخلي»

خبریال: جان اغا صالح

د پوهنې وزارت له لوري د ښوونیزو ادارو رخصتېدو په تړاو پریکړې ته ننګرهار کې محصلینو او زده کوونکو غبرګون ښودلی دی.

د تېرې شنبې په ورځ پوهنې وزات اعلان وکړ، چې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د کرونا ویروس د درېمې څپې د مخنیوي په موخه یې دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او نورې ښوونیزې ادارې د دوو اونیو لپاره رخصت کړي دي.

د یادې وزارت ویاندې نجیبې ارین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاده پریکړه یې د عامې روغتیا وزارت په لارښوونه او د کرونا درېیمې څپې د مخنیوي په موخه کړې، چې له مخې به یې په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر،ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګو، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز کې به د جوزا میاشتې له اتمې نېټې تر دوو اونیو پورې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه به د دوو اونیو لپاره رخصت وي.

نجیبه ارین زیاتوي: «د پوهنې وزارت دا پریکړه د عامې روغتیا وزارت په لارښوونه کړې، چې موخه یې د کرونا ویروس مخنیوی دی، ترڅو زده کوونکي خدای مه کړه پر دغه وایروس اخته نه شي او ژوند یې وژغورل شي، دا پریکړه د جوزا له اتمې پلې کیږي تر دوو اونیو پورې به ټولې ادارې رخصت وي.»

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي، یاده پریکړه یې د عامې روغتیا وزارت په لارښوونه او د کرونا درېیمې څپې د مخنیوي په موخه کړې.

خو د پوهنې وزارت دغې پریکړې په ننګرهار کې د پوهنتونونو د زده کړیالانو او د ښوونځیو د زده کوونکو غبرګون راپارولی دی.

عمرالدین پشه یې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د اخري سمستر زده کړیال دی، هغه د پوهنې وزارت یادې پریکړې اندیښمن کړی دی.

د عمرالدین په خبره د ښوونیزو ادارو په بندیدو سره یې تدریسي بهیر ځکه ټکنی شوی، چې په هیواد کې د کمزوري انترنیټ شتون او د برښنا د کموالي له امله نه شي کولای په کور کې زده کړې وکړي.

عمرالدین پشه یې زیاتوي: «پوهنې وزارت او عامې روغتیا وزارت چې کومه پریکړه کړې، دا بیخي غلطه ده، ځکه زمونږ اخري ازموینې وې او دلته په کې رخصتي راغله، نو له حکومت غواړو چې دا پریکړه باید بیرته واخلي او ښوونیزو ادارو ته دې بیرته د فعالیت اجازه ورکړي، ځکه دغه پریکړې زده کوونکي خپه کړي دي، هیله مو دا ده چې زمونږ درسونه بیرته پیل شي او زده کړو ته دوام ورکړو.»

محمد الله بیا د کامې ولسوالۍ د شیرګړ عالي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی، هغه د پوهنې وزارت پریکړه پر ځای نه بولي او وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یوازې ښوونیز مرکزونه تړل شوي او پر نورو عامه ځایونو بندیز نه دی لګول شوی.

محمدیار زیاته کړه: «یوازې ښوونځي، پوهنتونونه او نور کورسونه د کرونا لپاره رخصت شوي دي، دا خو ډیره سخته وي، ځکه مونږ خو ماسک او نور روغتیایي لاروښوونې عملي کوو، خو په ښار او نورو عامه ځایونو کې بیا خلک په ګڼه ګوڼه کې کاروبار کوي، نو یوازې دې پر ښوونیزو ادارو بندیز نه لګول کیږي.»

زده کوونکي د پوهنې وزارت پریکړه پر ځای نه بولي او وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یوازې ښوونیز مرکزونه تړل شوي او پر نورو عامه ځایونو بندیز نه دی لګول شوی.

خو د پوهنې وزارت له اعلان وروسته لا هم ننګرهار کې یو شمیر ښوونیز مرکزونه فعالیت کوي.

د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دې ولایت کې د ښوونیزو ادارو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، که هره اداره د پوهنې وزارت له پریکړې سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

محمد اصف شینواری زیاتوي: «د پوهنې وزارت چې د ښوونځيو او نورو ښوونیزو ادارو د بندیدو پریکړه کړې، دا یوه قانوني پریکړه ده او هیڅوک نه شي کولای چې له دې سرغړونه وکړي. که هره ښوونیزه اداره ترې سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي او همدارنګه پوهنې وزارت په یو ځانګړي طرزالعمل کار پیل کړی دی، چې له مخې به یې پاتې ازموینو لپاره خاص مهالویش اعلان شي، د هماغې له مخې به ازموینې اخیستل کیږي.»

د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري دې ولایت کې د ښوونیزو ادارو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، که هره اداره د پوهنې وزارت له پریکړې سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

خو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر وحید مجروح بیا یوازې د ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو د رخصتېدو په اړه وایي، چې دغه پرېکړه یې پر دې بنسټ ده، چې په یادو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه زیاته او د کرونا ویروس پېښې مخ په ډېرېدو دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه، چې که اړتیا وویني نورو ځایونو ته به هم قرنطین پراخه کړي.

هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي موخه داسې مهال ښوونیزې ادارې رخصتیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د شمیر له مخې د کرونا پر نوې څپې د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی.