کرونا

هېواد کې د کرونا درېیمه څپه؛ «تر دوو اونیو د کرونا ویروس خپراوی خپل اوج ته رسیږي»

خبریال: لطف علي سلطاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

افغانستان کې د کرونا ویروس مخ په لا خپراوي او پېښې یې مخ په ډېرېدو دي. تېرو ۲۴ ګړیو کې یوازې کابل کې له ۳۰۰ ډېر کرونایي ناروغان پېژندل شوي دي، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا دا کابل مېشتو ته د خطر جدي زنګ دی. په دې سره د هغې سناریو له مخې چې عامې روغتیا وزارت یې اټکل کوي، تر راتلونکو دوو اونیو د کرونا ویروس خپراوی خپل اوج ته رسیږي.

په تېرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا د اخته شکمنو شاوخوا ۳۶۱۴ ناروغانو له ازمایښت وروسته، ۱۰۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او په دې موده کې ۳۳ کرونایي ناروغانو خپل ژوند بایللی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲ نور بیا رغېدلي دي. دا شمېرې د واقعي شمېرو ښودونکې نه دي؛ ځکه د عامې روغتیا وزارت په وینا، ډېر کم چې وګوري د کرونا نښې لري، روغتونونو ته ځي.

د عامې روغتیا وزارت ازموینځاونه په ۲۴ ګړیو کې د ۲۵ زره ازمایښتونو وړتیا لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري په وینا، ازمایښت لپاره غوښتنه همدارنګه ټيټه ده.

د اونۍ پیل کې عامې روغتیا وزارت اعلان کړی و، چې داسې برنامه لري څو راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې د ټول هېواد په کچه ۱۰۰ زره چټک ازمایښتونه ترسره کړي.

د ښاغلي نظري په وینا، اوسمهال په ټوله کې شاوخوا ۷۰۰ زره ټول هېواد کې د کرونا ځانګړیو روغتونونو کې بستر دي او تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۲۱۲ نور په کرونا اخته ناروغان روغتونونو ته ورغلي چې د چوپړونو له ترلاسه کولو وروسته، له روغتونونو رخصت شوي دي.

له دې وړاندې عامې روغتیا وزارت ویلي و چې دا وزارت د دې وړتیا لري چې د حالت خرابېدو سره، تر ۲۲ زره نور بسترونه د کرونایي ناروغانو لپاره برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې ټاکل شوې ټولو ۳۴ ولایتونو کې د روغتونونو اړتیا ته په کتو ۵۰، ۱۰۰ او ۲۰۰ د کرونا په ځانګړو بسترونو تجهیزیږي. هغه وویل: «اړتیا ته په کتو بسترونه کم او زیاتیږي. هغه وخت چې ناروغان کم وي، بسترونه به کم او د ناروغانو زیاتېدو په حال کې به بسترونه او روغتیایي کادرونه زیات شي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري – انځور له ټولنیزو شبکو

افغان-جاپان روغتون کې د نه رسېدو شکایت

له دې سره، د هغو کسانو خپلوان چې د کرونا ځانګړیو روغتونونو ته ورځي، د اکسېجن رسونې برخه کې له نه همغږۍ شکایت کوي. افغان-جاپان روغتون کې په کرونا د اخته یو خپلوان د خپل نوم نه خپرېدو په شرط اطلاعات روز ته وایي، چې دوه شپې وړاندې په دې روغتون کې د اکسېجن ډبې خلاصې شوې وې او ناروغانو ته کافي اکسېجن نه رسېده. هغه دغه راز وویل چې په دې روغتون کې هرو ۱۲ تنو ته چې یوې خونه کې بستر دي، یوازې یو نرس شتون لري چې د هغه په وینا بسنه نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند بیا افغان-جاپان روغتون کې د اکسېجن کمښت په پرېکنده ډول ردوي او وایي، چې دا روغتون په هېڅ وخت کې د اکسېجن له کمښت سره مخ شوی نه دی.

له دې وړاندې د عامې روغتیا چارسمبالي کرونا لپاره ځانګړي شویو روغتونو کې د کافي اکسېجن شتون ډاډ ورکړی و. هغه وویل چې د کرونا هر ځانګړي شوي روغتون کې، ۲۰۰ تر ۴۰۰ ډبې اکسېجن ذخیره دي. د هغه په وینا، حکومت له یونسف غوښتي چې څلور زره او ۸۰۰ ډبې نورې هم برابرې کړي چې بېړنیو حالاتو کې ترې ګټه واخلي.

د ځینو امکاناتو لکه د اکسېجن برابرول یونسف او د اغا خان بنسټ پر غاړه اخیستی دی. خو د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي په وینا، یونسف تراوسه نه دی توانېدلی چې خپلې دې ژمنې عمل وکړي. یونسف ژمنه کړې وه چې د وري تر میاشتې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ځانګړیو شووی روغتونونو کې د اکسېجن تولید دستګاوې نصبوي. خو د ښاغلي مجروح په وینا، دغه بنسټ ترواسه دا کار نه دی ترسره کړی او بیاځلي یې ژمنه کړې چې دا کار به د زمري میاشتې تر وروستیو ترسره کوي. ښاغلي مجروح زیاته کړه چې افغان-جاپان روغتون ته د عربي متحده اماراتو د اکسېجن تولید یوې دستګاه رالېږلو سره، تر یو ځایه دا تشه ډکه کړې ده. هغه وویل: «اوس مهال د اکسېجن اړتیاوې د هېواد خصوصي برخه تیاروي او تر دمګړۍ د اکسېجن کمښت ستونزې سره مخ شوي نه یو.»

عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي چې په کافي اندازه اکسېجن شته دی.

د ښوونیزو بنسټونو په رخصتېدو نیوکه

د افغانستان حکومت تراوسه د حالاتو مهارولو او د ویروس له خپراوي مخنیوي په پار ښوونځي، پوهنتونونه، خصوصي ښوونیز مرکزونه او د ودونو تالارونه په ۱۶ ولایتونو کې رخصت اعلان کړي دي.

د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتېدل له غبرګونونو سره مخ دي. د ځینو ښوونځیو او پوهنتونونو استادان د روغتیا وزارت پر دې پرېکړې نیوکه کوي. هغوی دلیل راوړي، چې کله نور فعالیتونه په عادي توګه جریان لري، یوازې د تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو رخصتېدو سره کرونا نه مهاریږي.

د دوی پر وړاندې د عامې روغتیا وزارت استدلال دا دی چې خلک بېلابېلې او د یو بل ضد غوښتنې لري. د روغتیا وزارت چارسمبالي په دې اړه وویل: «که قرنطین اعلان کړو خلک یې نه مني. که یې نه کړو، نیوکه او کنځلې راقربانوي. ځینې وایي، که ښوونځي او پوهنتونونه رخصت نه کړئ، ماشومان مو وژلو ته ورکوئ.» پر دې بنسټ روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې ښوونځي، کورسونه او پوهنتونونه په دې دلیل چې ډېره ګڼه ګوڼه په کې ده او د کرونا ویروس چټکوي، رخصت کړي دي.

د پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو رخصتېدو سره، د روغتیا وزارت په وینا لږ تر لږه له شپږو تر اتو میلیونو انساني خوځښتونه دروي او دا کار په ډاډ سره چې د کرونا ویروس مخنیوي کې په کافي کچه مرسته کوي.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې که اړتیا شوه نور ګڼه ګوڼه ځایونه لکه رستورانتونه، اوبیزې غونډځایونه او نور تفریح ځایونه به هم رخصت کړي.

د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې، د کرونا ویروس خپرېدل تر دوو اونیو په هغه حالت کې خپل اوج ته رسیږي چې خلک وقایوي ټکي او روغتیایي امرونه پام کې و نه نیسي. له هغې پرته د ښاغلي نظري په وینا، دا دوره به اوږده شي. د ښاغلي نظري په وینا، هر څه ژر چې د اوج ټکي ته ورسیږو، ښه دی.

د ماسک اچول، دوه متري واټن مراعتول، ګڼه ګوڼې ته له ورتګه ډډه او په اوبو او صابون لاس مینځل، له هغو مهمو کارونو دي چې له کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې سپارښتنې کیږي.

د هغو رسمي شمېرو له مخې چې عامې ورغتیا وزارت خپرې کړې دي، ټول هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو تر دې دمه، ۷۴ زره او ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له دې ډلې ۳۰۰۷ تنو خپل ژوند ورکړی دی.