د پکتیا زرمت کې کډوال

د پکتیا زرمت کې جګړو زرګونه کورنۍ تېښتې ته اړ کړي

خبریال: امید اشنا

د پکتيا له ګڼ نفوسه زرمت ولسوالي څخه په تېرو پنځه کلونو کې د جګړو او ناامنيو له امله سلګونه کورنۍ مرکز ګردېز، کابل او نورو ولايتونو ته کډه شوې دي.

دوی د وسله والو طالبانو له خوا زورونه، د سړک غاړې ماين چاودنې، د خلکو له کورونو پر امنيتي ځواکونو جګړه او په ځانګړي ډول ناکره شپني عمليات د دې چارې عوامل يادوي.

د زرمت ولسوالي اوسېدونکی حاجي عبدالغني وايي، چې په تېرو شاوخوا پنځه کلونو کې له دې ولسوالي څخه کابو «۳۰۰۰» کورنۍ ګردېز يا نورو ولسواليو ته کډه شوې دي. عبدالغني وويل: «تقريبا زموږ د زرمت ۳۰۰۰ کورونه کډه شوي دي، چې ځينې يې په واورو او روژه کې، چې ډېره سخته وي، تللي دي. په کابل کې په ارزان قيمت کې پراته دي او داسې کورونه يې نيولي چې د اوسېدو نه دي، خو مجبور دي او د خپل سر د بچ کېدو لپاره هلته تللي دي.»

د زرمت ولسوالي اوسېدونکی حاجي عبدالغني

د زرمت ولسوالي د تعمير بازار اوسېدونکی عبدالله وايي، په جګړو او عملياتو کې ګڼ بې ګناه خلک وژل شوي يا زنداني شوي دي. نوموړي زياته کړه: «د بدامنۍ له وجې ډېرې کډې تللې او روان دي لا هم ځي؛ ځکه ځي چې مشکل زيات دی. پر يو کلي او کور چې چاپه لويږي، هلته خلک مړه کيږي، که يو ګناهکار وي، لس بې ګناه ور سره مري. خلک ګردېز، غزني او خوست ته ځي، کابل ته ډېر ځي.»

د زرمت ولسوالي د تعمير بازار اوسېدونکی عبدالله

مدني فعال ميرويس دا حالت ننګوونکی بولي او له وسله والو طالبانو غواړي له هغو کړنو ډډه وکړي، چې له امله يې عام خلک په مستقيم يا غير مستقيم ډول زيانمنيږي.

ميرويس وايي: «داسې ډېر کورونه دي چې کابل ته کډوال شوي. خپل کور او خپل ځای پرېښودل ډېر زور غواړي يانې ډېره خواشينوونکې خبره ده. ټول علت يې ناامني او فقر دی.»

مدني فعال ميرويس باور

سيدالله د زرمت ولسوالي اوسېدونکی دی، چې د جګړو له امله د ګردېز ښار په ختيځ کې پراته اهنګرانو کلي ته راکډه شوی دی.

هغه د دې کلي په يوه پخواني کنډوالې ته ورته کور کې په کرايه اوسيږي او وايي د کور لګښتونه د ورځ مزدورۍ له لارې پوره کوي.

سيدالله د ژمي راتګ ته اندېښمن دی، ځکه په خبره يې په دې موسم کې رغنيز کارونه نه تر سره کيږي او باوري نه دی، چې په ښار کې به د لاس ګاډي چلولو له لارې د کور لګښت او کرايه پوره کړای شي.

سيدالله وايي، په کلي کې يې پر خپله ځمکه کې د بزګرۍ له لارې مناسب حاصلات او عايد تر لاسه کول او د ژوند ګوزاره يې کېده، خو وايي هره ورځ په جګړو کې د سر خطر اړ کړ چې کور، کلی پرېږدي.

همدارنګه د نيازيو کلا سيمې په يوه لويه خټينه تشه کلا کې دوه کورنۍ يو ځای اوسيږي او په دې ځای کې د ناچارۍ شپې، ورځې سبا کوي.

دوی د خپل کلي د ژوند يادولو پر مهال ساړه اسويلي باسي او وايي چې هلته يې د پولې، پټې سربېره غوا هم لرله چې په خبره يې وچه ډودۍ يې ورلمدوله.

د دوی له ډلې طلاخان وويل، چې هره ورځ د جګړو د احتمال او دا چې يوه ورځ يې ښوونځي ته پر لاره د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ په جګړه کې زوی ټپي شو، نو نور يې د سر ساتلو لپاره له سيمې پښې وباسلې.

خان وايي: «په کلي کې مو کور او کار دواړه و، خپلوان او کليوال و، خو دلته هېڅ شي هم نشته. هر يو سهار وځو چې ګوندې مزدوري راپيدا شي، د اولادونو درسونه مې پاتې دي، دلته مې مستري سره شاګرد کړی دی.»

د جګړو له امله ډېری کډوال شوي خلک د دولتي او موسـساتي مرستو له پوښـښ هم محروم پاتې دي.

عبدالله صابري، چې خپله د تېرې ښارګوټي اړوند په يوه کوچني خام کور او په خبره يې ورور يې د کابل د احمدشاه بابا مېنې د دوه خونو لرونکي کور کې اوسيږي؛ د ژوند ښه کېدو ته چندان تمه نه لري.

هغه وايي: «ژوند د سوالګرو په شان دی، دربدره شو. خپل کورونه او جايدادونه رانه پاتې دي، دلته بيا خواري کول او ژوند جوړول، هغه هم په دې حالاتو کې امکان نه لري؛ نه حالات سم دي او نه زموږ هغه طاقت او انرژي پاتې ده.»

د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ هم دا مسله مني او وايي، چې د اوړي په موسم کې وسله وال طالبان د ډېورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې راوړي او په ځانګړي ډول په روژې مياشت کې جګړو ته زور ورکوي.

ځدراڼ اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د عامو خلکو دفاع او ساتنه د امنيتي ځواکونو لومړی ماموريت دی او دوی په خپلو ټولو نظامي کړنو کې دې مسلې ته جدي پام کوي.

نوموړي زياته کړه: «د زرمت وضعيت د پکتيا د نورو ولسواليو په نسبت ناامنه او خراب دی، وسله وال طالبان دلته بې تفکيکه جګړه کوي، چې ډېر زيان يې عامو خلکو ته رسيږي. که دا حالت دوام کوي، خلک مجبور دي نورو ځايونو کډه شي.»

د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ

د بريا فکري بنسټ مشر ساحل منګل جګړې د ټولو ستونزو او بې ثباتيو بنسټ بولي او وايي که حالت قابو نه شي، د ستونزو لا زياتېدو شونتيا ډېره ده.

منګل وويل: «يو خو دا چې ټول خلک ښارونو ته زور کوي او په ښارونو کې هم دومره اسانتياوې نشته چې دا ټول خلک جذب او تر پوښـښ لاندې ونيسي؛ دولت هم دومره امکانات نه لري چې ټولو بې ځايه شويو ته هغسې رسيدګي وکړي، چې په کار ده، نو يوازينۍ لاره ده چې د جګړه پر درولو فوکس وشي.»

د ګردېز اوسېدونکی بهار يار ټينګار کوي، چې خلک بايد د وسله والو طالبانو د ناسمو چارو پر وړاندې ودريږي او له هغوی وغواړي چې عامه پروژو ته له خنډ ايجادولو او د خلکو له ځورولو لاس واخلي.

يار وايي، که خلک د سيمو پرېښودو پر ځای پر اصلاح کار وکړي، ښايي دومره ستړو ګاللو ته يې اړتيا پېښه نه شي.

نوموړي زياته کړه: «مثلا صرف له زرمت څخه ۳۰۰۰ کورنۍ کډه شوې دي، ۳۰۰۰ هم نه چې په ټول زرمت کې ۳۰۰ کسان ورته ودريږي، قسم کوم چې دا ستونزې به حل شي چې دوی ترې تښتېدلي دي. دوی بايد ونه تښتي، بلکې هغوی اصلاح يا تېښتې ته مجبور کړي، چې دوی يې دې حالت ته رسولي دي.»

وسله والو طالبانو د تېرو کلونو په څېر سږ هم له امريکا سره د سولې تر تړون وروسته جګړو ته زور ورکړی، چې په پکتيا کې يې په تېرو شاوخوا دوه اونيو کې په چاودنو او بريدونو کې شاوخوا پنځلس ملکي خلکو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.