اترا

اترا اداره کې حکمي معاشونه؛ تر ټولو لوړ یې ۶۳۵ زره افغانۍ دی

خبریال: لیاقت الله لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

هغه رسمي اطلاعات چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلي، ښیي چې د افغانستان د مخابراتي چوپړونو تنظیم ادارې (اترا) د کارکوونکو تر ټولو لوړ معاشونه، په میاشت کې ۶۳۵ زره افغانۍ دي. د دې ادارې د کارکوونکو د معاشونو لېست په لسو برخو او هره برخه په لسو درجو وېشل شوې ده، چې تر ټولو کم معاش یې میاشت کې اته زره او تر ټولو لوړ یې میاشت کې ۶۳۵ زره افغانۍ دی.

د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې کارمنانو معاشونو د جدول له مخې، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم بورډ رییس او مرستیالانو لپاره له ۴۱۰ زره تر ۶۳۵ زره افغانیو پورې معاش پام کې نیول شوی دی. دغه راز د بورډ غړیو لپاره له ۲۷۰ زره تر ۴۷۲ زره او ۵۰۰ افغانیو میاشتني معاش تعین شوی دی.

همدارنګه د عمومي رییسانو او سلاکارانو معاش له ۱۶۰ زره تر ۳۲۰ زره افغانیو، د رییسانو او متخصصینو له ۱۲۸ زره تر ۲۵۶ زره افغانیو، مرستیالانو، امرانو، مدیرانو او کارپوهانو له ۷۶ زره تر ۱۴۰ زره افغانیو پورې تعین شوی دی. د اترا ادارې د نورو کارکوونکو له هغې ډلې د مسلکي کارکوونکو، د ډلو مدیرانو، اداري کارمنانو او د خدماتي او تخنیکي کارکوونکو له اته زرو تر ۸۹ زره افغانیو معاشونه دي.

دغه راز اطلاعات روز ته رسېدلي مالومات ښیي، چې د اترا ادارې د ځینو کارکوونکو لپاره لوړ معاشونه د اتر ادارې د مسوولینو له خوا د معاشونو لېست پر بنسټ، ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز شوي او د ولسمشر په حکم اجرا شوي دي. د مخابراتي چوپړونو د تنظیم قانون پر بنسټ، د اترا ادارې د رییس، مرستیالانو، بورډ غړیو او د نورو کارکوونکو معاش او امتیازونه په ځانګړې کړنلارې یا تګلارې تنظیمیږي. دا تګلاره د اقتصادي عالي شورا له خوا برابریږي.

د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادرې (اترا) کارکوونکو د معاشونو لېست

د فساد تور

د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې کارکوونکو معاشونه او امتیازات په دې وروستیو کې د ولسي جرګې غړو له خوا تر نیوکې لاندې راغلل. دا نیوکې پر ټولنیزو شبکو هم اخوا دېخوا کیږي. پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو خپره شوې چې ښیي، د ولسي جرګې ځینې غړي د اترا ادارې د کارکوونکو د لوړو معاشونو او امتیازونو وړاندې کولو سره، د دې ادارې مسوولین په فساد تورنوي او د دې موضوع ارزونه غواړي.

په یو مورد کې د ولسي جرګې غړی خان اغا رضایي وایي: «فساد اوج ته رسېدلی، د اترا ادارې رییس یو میلیون افغانۍ معاش اخلي. د معاشونو یوشان کولو بحث کې مو ومونده چې د اترا ادارې تر ټولو کم معاش ۳۰۰ زره افغانۍ دی، په  ځانګړي ډول د هغوی د رهبري پلاوي.»

وروستیو کې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون مسوولینو په یوې استجوابیه ناسته کې، د اترا ادارې کارکوونکو د لوړو معاشونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه. هغه ویډیو چې له دې ناستې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې، ښیي چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون غړي، د اترا ادارې له مشر عمرمنصور انصاري د دې ادارې د کارکوونکو په ځانګړي ډول د رییس او بورډ غړیو د لوړو معاشونو په اړه نیوکه کوي او وضاحت غواړي. په دې ویډیو کې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون غړي ظهیرالدین جان اغا خپلو لاسته راوړیو اسنادو ته په اشارې وایي:

«د ادارې رییس معاش ۵۳۵ زره او د بورډ غړیو یې ۴۱۰ زره افغانۍ دی. د مرستیالانو معاش هم ۴۸۵ زره. رسنۍ دې پوه شي چې په دې کچه معاش نه وزیر لري، نه ولسمشر، نه وکیل. داسې حال کې چې ښوونکی اووه زره معاش اخلي. دا معاش یې هم په خپله ټاکلی دی. نه ولسمشر ټاکلی، نه پارلمان. نور امتیازونه هم، له زرهي موټرو او نورو شیونو سره لري.»

اترا څیرلي، ولسمشر ګڼدلي

د ولسي جرګې د غړیو نیوکو ځواب کې، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس عمرمنصور انصاري وایي، چې دا اندازه معاش ولسمشر ورته ټاکلی دی. هغه اسناد چې اطلاعات روز ته رسېدلي، ښیي چې لوړ معاشونه د دې ادارې رییس له خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې او د ولسمشر له خوا په حکمي توګه اجرا شوي دي.

د بېلګې په ډول، د ولسمشر د ۲۸۰ حکم پر بنسټ، د ۱۳۹۹ کال د غویي په اتمه نېټه، د اترا ادارې سرپرست او تخنیکي مرستیال عمرمنصور انصاري معاش په خپل وړاندیز، Z6 درجې ته منل شوی دی. دا درجه معاش د اترا ادارې کارکوونکو د معاشونو جدول کې ۵۳۵ زره افغانۍ دی. ولسمشرۍ ماڼۍ ته د اترا ادارې مسوولینو وړاندیزلیک ښیي، چې د دې ادارې د مخکینیو رییسانو معاشونه Z7 درجه کې، ۵۶۰ زره افغانۍ وې. دغه راز د دې ادارې د مخکیني تخنیکي مرستیال معاش هم په Z6 درجه کې، ۵۳۵ زره افغانۍ وې.

د دې ادارې د رییس معاش ټاکلو لپاره د اترا ادارې وړاندیزلیک او د ولسمشر حکم

په بله بېلګه کې، د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې غړیو زهرا نظري او حمیدالله شېراني معاش، د ولسمشر د ۲۷۹ حکم پر بنسټ، د ۱۳۹۹ کال د غویي په اتمه نېټه، د اترا ادارې د مسوولینو وړاندیز پر بنسټ، Y3 او Y5 درجو کې تعین شوي دي. د معاش دا درجې د اترا ادارې معاشونو لېست کې په ترتیب سره ۳۱۵ زره او ۳۶۰ زره افغانۍ کیږي.

دغه راز د اترا ادارې عالي شورا کې د غړیتوب لپاره، د دریو متخصصینو معاش، نوریه رضازاده، اجمل پیمان او محمدفېرزو رفیق، د دې ادارې د رییس په وړاندیز او د ولسمشر په ۲۸۱ حکم، د ۱۳۹۹ د غویي میاشتې په اتمه نېټه، Z1 درجې ته تعین شوی دی. Z1 درجه د اترا ادارې معاشونو لېست کې ۴۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د نورو ټاکنو اسناد هم شته چې ښیي، د اترا ادارې مسوولینو د دې ادارې متخصصینو او سلاکارانو لپاره لوړ معاشونه ټاکلي او د ولسمشر په حکم پلي شوي دي. د حکمي معاش پلي کول داسې مهال دي چې د مخابراتي چوپړونو تنظیم قانون پر بنسټ، د دې ادارې د کارکوونکو امتیازونه او معاشونه په ځانګړې تګلارې تنظمیږي.

د دې ادارې د بورډ او عالي شورا غړیو د معاشونو په موخه د اترا ادارې وړاندیزلیک او د ولسمشر حکم

د اترا ځواب څه دی؟

د اترا ادارې مسوولین د دې ادارې د معاشونو لېست قانوني بنسټ او د هغې له مخې د لوړو حکمي معاشونو پلي کولو په اړه جزیات نه ورکوي، خو وایي معاشونه د مخابراتي چوپړونو تنظیم قانون پر بنسټ او د «CBR» پر کړنلارې اجرا کوي. که څه هم د دې ادارې مسوولینو لومړی د ولسي جرګې د غړیو ادعاوو پر بنسټ، د دې ادارې رییس او کارکوونکو ته د لوړو معاشونو اجرا کول رد کړل، خو له هغې وروسته، اطلاعات روز ته لېږلي لیک کې یې ویلي:

«اترا اداره یو نابودجوي واحد دی چې د خپلو کارکوونکو لګښتونه او معاشونه د مخابراتي تنظیمونو قانون پر بنسټ، له خپلو عوایدو ترلاسه کوي. اترا اداره هېڅکله له مالیې وزارته او له ملي بودجې، بودجه نه اخلي. داسې حال کې چې نړیوالو بنسټونو سپارښتنه کړې چې کړنو کې د روڼتیا رامنځته کېدو او د معیارونو خوندیتوب لپاره، معاشونه باید د مخابراتي شرکتونو د کارکوونکو معاشونو معادل وي. خو د هغې سربېره هم د دې ادارې د کارکوونکو معاشونه، د مخابراتي شرکتونو او د مارکېټ تنظیموونکو نورو ادارو کارکوونکو د معاشونو او امتیازونو پرتله، پام وړ کم دي.»

د اترا ادارې د مطبوعاتو مسوول سعید شینواري اطلاعات روز ته وایي، چې دا اداره خپلواکه ده او د هېڅ یوې ادارې له خوا نه کنټرولیږي، بلکې د دې ادارې چارې د دې ادارې د عالي شورا له خوا د قانون پر بنسټ تنظیميږي چې په هغې کې د مالیې او عدلیې وزارتونه هم غړیتوب لري.

اوس د مالیې وزارت مسوولین د اترا ادارې د معاشونو لېست او د هغې د ترتیب په اړه ځواب نه وایي. له دې وړاندې د مالیې وزارت د مطبوعاتو برخې مسوولینو اطلاعات روز ته ویلي و، چې لوړو ادارو کې حکمي معاشونه د ملکي چوپړونو کارکوونکو معاشونو ټاکنې کچه د ولسمشر په حکم پلي کیږي، چې مالیې وزارت کې یې اطلاعات شتون نه لري.

د مالیې وزارت اطلاعاتو پر بنسټ د ملکي خدمتونو کارکوونکي، د ملي بودجې مصوبې پر بنسټ هره میاشت کې له اووه زرو تر ۲۵۰ زره افغانیو معاش لري. له هغې وړاندې که ادارو کې وګړي معاش اخلي، د ولسمشر په حکم یې اخلي او د مالیې وزارت له کنټروله وتلي دي.

له څو کلونو را په دېخوا دولتي ټیټ پوړي کارکوونکي او ولسي جرګه کې د خلکو استازي د دولتي لوړپوړو کارکوونکو پر لوړو معاشونو او امتیازونو نیوکه لري او د ټیټ پوړو کارکوونکو د معاشونو لوړاوی غواړي. له همدې امله له کلونو را په دېخوا ټاکل شوې چې د معاشونو اړولو لپاره د ملي چوپړونو د کارکوونکو د معاشونو د مدیریت نوی سېستم برابر او پلی کړي. د دې سېستم پر بنسټ، ټاکل شوې چې د لوړپوړو کارمنانو معاشونه کم او د ټیټ پوړو کارمنانو معاشونو ته یې ورزیات کړي او د بې رویه معاشونو او امتیازاتو مخنیوی وکړي. که څه هم د دې سېستم رامنتځه کول نړیوالې ټولنې ته د افغان حکومت له مهمو ژمنو دی، خو د نامالومو دلیلونو له امله تراوسه پلی شوی نه دی.