ځواک

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۱ طالبان ووژل شول او ۸۸ نور ټپیان شول

اطلاعات روز: د افغانستان ملي دفاع وزارت ادعا کوي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو سره نښتو او بریدونو کې ۲۲۱ طالبان وژل شوي او ۸۸ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (پنجشنبه، ۳ د چنګاښ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه شمېر طالبان یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کونړ، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، غور، بلخ، فاریاب، هلمند، نیمروز، کندوز او بدخشان ولایتونو کې وژلي او ټپيان کړي دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي: «د دې په خواکې ۲۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.»

یاد وزارت وایي، په دې نښتو او بریدونو کې یې همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.

اخوا بیا طالبانو د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو د نیولو ادعا ترڅنګ، دولتي ځواکونو ته د مرګ – ژوبلې اووښتو خبره کوي.

د طالبانو ویاندویان وایي، د غویي له ۱۵مې تر اوسه یې له ۶۰ زیاتې ولسوالۍ نیولي او د دوی په ولکه کې دي.

په وروستیو اونیو کې د هېواد ګوټ، ګوټ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کیږي او د تاوتریخوالي کچه مخ په ډېرېدو ده. د طالبانو له خوا نیول شوې ولسوالیو کې ځينې یې داسې هم دي چې د ولایتي شوراګانو د ځینو غړو په وینا، له کومې نښتې پرته، یا هم ځواکونو ته د اکمالاتو نه رسېدو له امله طالبانو ته پرېښودل کېږي.

د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په دې جنګ جګړو کې ملکي وګړي ډېر قرباني دي. هغه ولایتونو کې چې جګړې په کې روانې دي، له هرې سیمې ان په سلګونه کورنۍ بې ځایه او له نامالوم برخلیک سره مخ دي.