پایه

پروان کې د برښنا ستنو الوزولو په اړه درې تنه ونیول شول

اطلاعات روز: پروان ولایت کې امنیتي سرچینې تاییدوي چې په دې ولایت کې د برښنا ستنو الوزولو په اړه درې تنه ونیول شول.

د پروان پولیسو قوماندانۍ ویاند عبدالسلیم نوري اطلاعات روز ته وایي، چې دا کسان تېره ورځ (یکشنبه، ۶ د چنګاښ) د دې ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي نوري زیاته کړې ده چې دا کسان اوسمهال پولیسو سره دي او دا چې هغوی کومې شبکې سره اړیکې لري، پوښتنې روانې دي.

خو هغه ټینګار کوي چې د لومړنیو مالوماتو پر بنسټ، نیول شوي کسان «مماتي سالنګ» په نوم کس ته له نږدې کسانو دي. مماتي د ۱۳۹۸ کال تلې میاشت کې نیول شوی و او بیا د بېخ بنایي تاسیساتو «د پروان – کابل پر لار د برښنا ستنو» ویجاړېدو په جرم په ۱۶ کاله بند محکوم شوی و.

د غویي په ۲۵مه کورنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې څلور تنه  د برښنا ستنو ویجاړېدو په تور نیول شوي دي. خو له هغې یوه ورځ وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال اعلان وکړه چې کوم څوک په دې اړه نیول شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برښنا شرکت د اعلان پر بنسټ، په دوو وروستیو میاشتو کې د برښنا ۲۵ ستنې د «برښنایي دښمنانو» له خوا ویجاړې شوې دي. په وروستۍ پېښه کې دوه شپې وړاندې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ رباط سیمه کې د برښنا یوه ستنه د ماین چاودنې له امله راوغورځېده. په دې سره د کابل او لسو نورو ولایتونو برښنا پرې شوه.

د دې پایو غورځېدنې د برښنا پرې کېدو سربېره، په میلیونونه افغانۍ مالي زیان برښنا شرکت ته اړولی دی.

برښنا شرکت په جنګ کې له اخته خواوو غوښتي چې د نښتې پر مهال د برښنا تاسیساتو ته زیان و نه رسوي.