هاموې

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۴ طالبان ووژل شول او ۱۴۱ نور ټپیان شول

اطلاعات روز: د هېواد ملي دفاع وزارت ادعا کوي، چې تېره یوه شپه او ورځ کې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۴۴ طالبان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په نن (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر طالبان د هېواد بېلابېلو ولایتونو لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه وایي، په دې بریدونو او نښتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

یاده خبرپاڼه دغه راز وایي: «د دې په خواکې ۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.»

طالبانو ډلې د دفاع وزارت دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.