د ننګرهار ګمرک لسګونه کارکوونکي د فساد په تور ونیول شول

د فساد ضد ځانګړې ډلې د ننګرهار ولایت تورخم ګمرک کې یو شمیر مامورین د فساد په تور نیولي دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (پنجشنبه، ۲۹ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیر ماښام د تورخم په ګمرک کې د فساد ضد ځانګړې ډلې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیږدې ۳۰ کارکوونکي، چې په کې کمشنکاران او مامورین هم شامل دي د فساد په تور نیولي دي.

بل لور ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم دا خبر تاییدوي، خو په اړه یې زیات مالومات شریک نه کړل.

د تورخم ګمرک کې د فساد په تور داسې مهال یو شمیر کسان نیول کیږي، چې له دې څو ورځې وړاندې د ماليې وزیر ویلي و، چې د هیواد په ټولو ګمرکاتو کې به د فساد مخینوی وکړي.