قطر کې افغان مرکچي او طالبانو پلاوی

عبدالله د دوحې ناسته کې: سولې ته رسېدنه د دواړو خواوو نرمښت ته اړه ده

اطلاعات روز: د افغان سولې مرکچي پلاوي په مشرۍ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، دوحه کې د طالبانو ډلې سره په ګډه ناسته کې وویل، چې سولې ته رسېدنه د دواړو اړخونو نرمښت ته اړتیا لري.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو ډلې ترمنځ دغه ناسته نن (شنبه، ۲۶ د چنګاښ) پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

د دې ناستې پرانسته کې د افغان پلاوي له‌خوا د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د طالبانو ډلې له خوا د دې ډلې مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا برادر او شيخ مولوي عبدالحکيم ویناوې وکړې.

دغه راز د قطر ځانګړي استازي دکتور مطلق بن ماجد القحطاني هم خپله وینا کړې ده.

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، چې هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله فضا برابره شوې او زیاته یې کړه چې دې موخې ته رسېدل د دواړو اړخونو نرمښت ته اړتیا لري. هغه له افغان سولې د ملاتړو هېوادونو، نړیوالو بنسټونو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، د اسلامي نړۍ د نامتو عالمانو او د بېلابېلو هېوادونو له پارلمانونو سوله‌ییزې حللارې ته رسېدو لپاه د هغوی له هڅو په مننې ټینګار وکړ چې افغانان هېواد کې د سولې پروسې د نړیوالو ملاتړ غواړي.

ښاغلي عبدالله ویلي ټول پوهېږي چې د افغانستان وګړي د روان تاوتریخوالي اصلي قرباني دي. هغه زیاته کړې: «توپیر نه کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د زور لارې ته وردانګي او یا د طالبانو تحریک د تاوتریخوالي او جګړې له لارې د بریا هڅه کوي، د اوسنۍ جګړې اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي.»

د افغان سولې مرکچي پلاوي په مشرۍ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، دوحه کې د طالبانو ډلې سره په ګډه ناسته کې وویل، چې سولې ته رسېدنه د دواړو اړخونو نرمښت ته اړتیا لري.

عبدالله عبدالله همدارنګه ویلي چې پر نظامي حللارې باور او یا د زور او تاوتریخوالي له لارې پر بري ټینګار کوم ځای ته نه رسېږي بلکې په بېلابېلو بڼو د جګړې دوام لامل کېږي. هغه ویلي چې افغانستان لا لا هم بیارغونې او سیمې او نړۍ سره د اړیکو جوړولو ته اړتیا لري او د سیمې اقتصادي اتصال افغانستان کې سولې او ټیکاو ته اړه ده.

ده وویل تېره ورځ چې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند کې د سیمې او نړۍ هېوادونو د سیمه‌ییزې پراختیا په پار افغانستان کې د سولې ټینګښت پر رول ټینګار وکړ، د همدې موضوع یادونه ده. هغه ویلي: «که دا فرصت له لاسه لاړ شي، موږ ټول د الله (ج)، خلکو، تاریخ او نړۍ ته مسووله یو.»

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړې چې دغه ناسته به د سولې او سوکالۍ لپاره ښې پایلې ولري او د تر ټولو اوږدې غمیزې او جګړې لپاره به د پای ټکی کېږدي.

هغه ویلي: «اجازه را کړئ چې له هرڅه نه وړاندې د قطر ورور هیواد له دولت څخه د زړه له کومې مننه وکړم چې په ډیر اخلاص یې له اوږدې مودې را پدې خوا د افغانستان د سولې د مذاکراتو کوربتوب کوي. الله دې دوی ته اجر ورکړي. زما او زما د ملګرو لپاره د خوښۍ ځای دی چې له طالبان تحریک استازو سره یوځای ناسته ترسره کوو.»

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر همدارنګه ویلي چې دوحې ته له تګ وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت له ټولو سیاسي مشرانو او رهبرانو سره هراړخیزه سلا مشورې شوي او په وینا یې چې د ټولو پیغام یو او دا دی چې د افغانستان ستونزه نظامی حل نه لري او باید چې د افغانستان خلکو لپاره ټوله انرژي او توان پر یوې سیاسي حللارې، د جګړې پرېکولو او پر یوې ګډې راتلونکې طرحې ورټول شي.

ښاغلي عبدالله دغه راز ویلي چې د تېرو شلو کلونو له لاسته‌راوړنو د دواړو خواوو ترمنځ اخیستنه توپیر کوي خو باید د نظرونو دغه اختلافات د خلکو د جمعي ارادې او پرېکړې پر وړاندې راشي.

ښاغلي عبدالله دغه راز ویلي چې د تېرو شلو کلونو له لاسته‌راوړنو د دواړو خواوو ترمنځ اخیستنه توپیر کوي خو باید د نظرونو دغه اختلافات د خلکو د جمعي ارادې او پرېکړې پر وړاندې راشي.

هغه ویلي: «دا واقعیت دی چې د افغانستان خلکو د نړیوالې ټولنې په مرسته په تېرو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لکه د ملي مشر او سیاسي برخلک کې د رای حق، د ښځو حقوق او خپلواکۍ، د اقلیتونو حقوق، د بیان ازادي، د جګړې قربانیانو حقوق او نور پرمختګونه لرلي دي. پوهېږو چې زمونږ ترمنځ له دې لاسته‌ راوړنو برداشت (اخیستنه) متفاوته ده. خو باید د خپلو نظرونو توپیرونه د خلکو جمعي ارادې او قضاوت پر وړاندې ونیسو. موږ باید په ناسوله‌ییزه توګه د خپلو اخیستنو او نظرونو له تپلو ځان وساتو.»

د ملي پخلایني عالي شورا مشر دغه راز ویلي چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې مذاکرات باید د هیوادوالو غوښتنو ته په پام سره، یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي، که د خلکو غوښتنو ته پام و نه شي دا جګړه نوره هم اوږدیدلای شي او هیواد به بیرته په یوه کنډواله بدل شي.

ښاغلي عبدالله ویلي، د دوی پلاوی د افغانستان خلکو په استازیتوب دا واک لري چې پر ټولو مسایلو له هغې ډلې راتلونکو ګامونو چې یوې وروستۍ پرېکړې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده، خبرې اترې وکړي. هغه ویلي: «موږ راغلي یو چې دا تاسو ته ډاډ درکړو څو له دې فرصته موثره ګټنه وشي.»

عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې د سولې له څنډو د ستونزو پر متن بحث وشي چې څنګه کېدی شي کار ګړندی شي. هیله ښودلې چې دا دوه ورځې بحث به د سولې روان بهیر سره مرسته وکړي او زیاته کړې یې ده روانه تویېدونکې وینه د افغانانو او مسلمانانو ده چې نه جبران کېدی او نه هم څوک ترې له مسوولیته ځان ویستی شي.

هغه ویلي: «مشکل که هر څومره لوی او پیچلی وي خو په مشوره، صداقت او د هیواد علیا ملي ګتو ته په پام سره حل کیدلای شي. هغه څه چې مثبت دي راځئ چې وده ورکړو او هغه څه چې دواړه خواوې ورباندې یقیني دي چې هیواد او ملي ګټو ته تاوان رسوي ور څخه ډډه وکړو. هره ورځ چې مذاکرات ځنډیږي، مونږ او تاسې ټولو خلکو ته ملامت کیږو.»

په ورته وخت د طالبانو ډلې مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په خپلو خبرو کې ویلي چې افغان ولس ځورېدلی او نور باید و نه ځورېږي او په وینا یې چې د ولس ټولې پرګنې او قومونه به دراتلونکي نظام تر سیوري لاندې د خوشحالۍ او ارامۍ ژوند وکړي. هغه ویلي هڅه باید وشي چې هېواد او خلک د «اسلامي ارزښتونو» او ملي ګټو پام کې نیولو سره پرمختګ وکړي.

په ورته وخت د طالبانو ډلې مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په خپلو خبرو کې ویلي چې افغان ولس ځورېدلی او نور باید و نه ځورېږي او په وینا یې چې د ولس ټولې پرګنې او قومونه به دراتلونکي نظام تر سیوري لاندې د خوشحالۍ او ارامۍ ژوند وکړي.

ښاغلی برادر ویلي: «موږ باید کوشش وکړو چې هېواد او ولس مو د خپلو إسلامي ارزښتونو او ملي منافعو په نظر کې نیولو سره مثبت پرمختګ وکړي، د نورو له احتیاج څخه خلاص شو، خپل وطن په خپله آباد وکړو، ټولو ته ثابته ده چې نور څوک مو نه وطن را ته آبادوي او نه یې آبادولی شي. موږ الحمد لله اوږد او ویاړلی تاریخ لرو، زحمت کش او غیرتي ولس لرو، پراخه او زیاتې منابع او امکانات لرو.»

ملا برادر دغه راز ویلي، چې هېواد او خلکو د یو خپلواک او «اسلامي نظام» لپاره له څه باندې څلور لسیزو قربانۍ ورکوي او اوس د دې موخې پوره‌کېدو درشل کې دی او زیاته یې کړه چې دغه قربانۍ باید بې‌ځایه لاړې نه شي، بلکې همکارۍ او همغږي وشي.

هغه ویلي: «که مو ولس آرام شي په ډاډ سره ویلی شم چې په ډېر کم وخت کې به پرمختللی، آرام او عزتمن ژوند ولرو. د دې ټولو د تر لاسه کولو لپاره یو پیاوړی، مرکزي او خپلواک اسلامي نظام ضروري دی، په دې اړه باید له خودخواهیو، شخصي منافعو او اغراضو څخه تیر شو.»

د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر مشر خپلو خبرو کې دغه راز ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، لکه هر افغان چې پکې د اوسیدو حق لري همدا ډول یې په اړه د خدمت او مسوولیت حق هم لري او زیاته کړې یې ده، دا چې لوړ اهداف تر لاسه کوو باید له جزیاتو تیر سو. پراخه سینه، تحمل او برداشت ولرو. بې باوري او بې اعتمادي باید ختمه کړو.

هغه زیاته کړې: «د ولس د وحدت او یووالي لپاره کار وکړو، د ټولو هغو هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږو چې زموږ ارضي تمامیت او ملي وحدت ګواښي، قومي، سمتي، ژبنيو او نورو تعصباتو ته په هېڅ صورت په خپل ولس او هېواد کې ځای ور نه کړو، په تاسف سره باید ووایم چې د اشغال له راتګ سره په دې اړه یو څه ستونزې را پیدا شوې دي، خو بیا هم الحمد لله ولس په عام ډول خپل ملي وحدت ساتلی دی. په دې اړه د أفغانستان إسلامي امارت په ډاګه وايي چې هېڅ داسې هڅو ته به اجازه ور نه کړي چې زموږ د هیواد ارضي تمامیت او ملي وحدت ته زیان رسوي.»

ملا برادر ویلي چې که څه هم له نږدې لسو میاشتو راهیسې د افغانانو ترمنځ خپلمني خبرې اترې روانې دي او له دې سره چې پرمختګونه یې د تمې خلاف او کم دي خو په وینا یې چې باید ناهیلي و نه شي. هغه ویلي چې د دوی مذاکراتي ډلې تر خپلې وسې هڅه کړې چې دغه خبرې اترې یو مثبتې پایلې ته ورسېږي.

هغه ویلي: «موږ که غواړو چې آزاد او آرام أفغانستان ولرو باید د ولس ارزښتونو او منافعو ته اهمیت او ارزښت ور کړو، موږ پرمختګ غواړو، ښه او آرام ژوند غواړو، مګر د خپلو إسلامي ارزښتونو، خپلواکۍ او آزادۍ په قیمت نه، دا د ولس د زړه هغه آواز دی چې ټول پرې پوهېږو»

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا او د افغان سولې مذاکراتي ډلې مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر ملا برادر په خپلو خبرو کې د قطر هېواد له چارواکو مننه وکړه چې د افغانانو کوربه دی او سهولتونه یې ورته برابر کړي دي.